د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لاجوردو لاره افغانستان ديوه ځانګړي هېواد له انحصاره خلاصوي

د لاجوردو لاره افغانستان ديوه ځانګړي هېواد له انحصاره خلاصوي

Jan 29, 2019 - 16:01

مزار شريف ( پژواک، ۹سلواغه ۹۷) : د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د لارجورد لارې د اهميت په تړاو علمي او څېړنيز کنفرانس جوړ شو.

ياد کنفرانس د سلواغې په ۹مه، بلخ پوهنتون کې جوړ شوی و او وينا والو يې وويل، چې په دې سره به افغانستان له اقتصادي انحصاره خلاص شي او له نورو اروپايي هېوادونو سره به وتړل شي.

د بلخ د صنعت او تجارت خونې مسوولين هم وايي چې د لاجورد له لارې به افغانستا ګاونډيو او اروپايي هېوادونو ته خپل سوداګريز توکي په لږ وخت کې ولېږدوي.

د بلخ پوهنتون استاد غلام فاروق خپلواک پژواک ته وويل، چې د لاجوردو لار به افغانستان په اقتصادي برخه کې د يوه ځانګړي هېواد له انحصاره خلاصوي او له نوې نړۍ سره به نښلول کېږي.

نوموړی زياتوي، چې افغانستان کولی شي له دې لارې له اروپايي هېوادونو سره سوادګريزې راکړې ورکړې وکړي، چې په وينا يې په دې سره به د افغان تجارانو ستونزې هم حل شي .

هغه زياته کړه: (( د لاجوردو لار نه يواځې په اقتصادي بلکې د افغانستان په امنيتي او نورو سکتوري برخو کې هم مرسته کولی شي)).

نوموړي همدا راز وويل، چې حکومت بايد د هغو وړو ستونزو د حل لپاره هم لازمې هڅې وکړي، چې د تجارتي قوانينو په برخه کې موجودې دي.

د بلخ پوهنتون  نشراتي امر، سيد اسماعيل عمران  هم له پژواک سره خبرو کې وويل، چې د لاجوردو لار کولی شي د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ په فرهنګي اړيکو هم مثبت اغېز ولري او افغانستان به له ګاونډيو هېوادونو سره وصل کړي .

هغه زياته کړه، افغانستان په وچه کې راګير هېواد دی او له نړۍ سره د اړيکو پراخېدل به يې پر اقتصادي وضعيت مثبت اغېز  وکړي.

د ده په خبره، د لارجورد لارې جوړېدو سره به افغانستان له سياسي پلوه هم د ښه ځای خاوند شي.

 نوموړی زياتوي، چې د دې لارې د اهميت او بګرونډ په اړه بايد افغان ولس ته معلومات ورکړل شي.

عمران دا هم وايي، چې دا لار به دافغانستان په اړه د اروپايي هېوادونو پام را جلب کړي او افغان سوداګريز توکي به په نړيوالو بازارونو کې لا ډېر پېرېدونکي پيدا کړي.

د بلخ  د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر شېر محمد سپاهي زاده  هم وايي، چې د لاجوردو له  لارې افغانستان په ډېر کم وخت کې خپل سودا ګريز توکي نورو اروپايي هېوادونو ته لېږدولی شي.

هغه زياتوي: (( د دې لارې يوه ګټه دا هم ده چې موږ په ۷ ورځو کې ۳۰۵۰ کيلو متره لار وهو چې خپل سودا ګريز توکي په لږ وخت کې اروپايي هېوادونو ته ورسوو)).

نوموړی دا هم وايي چې لاجورد لاره يواځينی مسير دی، چې افغان سوداګر يې له اقتصادي انحصاره خلاص کړل او په اسانۍ سره خپل سوداګريز توکي د نړۍ بازارونو ته رسوي.

هغه زياته کړه، د لاجوردو تر څنګ نورې بديلي لارې هم شته، چې افغان سوداګر به پرې خپل توکي بهرنيو هېوادونو ته لېږدولی شي.

نوموړي د بېلګې په ډول د حيرتان ټرانزيټي لارې ته اشاره وکړه، چې له چين او منځنۍ اسيا هېوادونو سره پرانېستې ده او افغانستان ته د صادراتو او وارداتو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.

د يادونې ده، چې د افغانستان د لاجوردو له لارې لومړى نهه موټريز سوداګريز کاروان څو اوونۍ مخکې ترکيې ته تللى و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement