ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ميرابدال غره لمنو کې سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې

د لوګر د ميرابدال غره لمنو کې سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې

author avatar
29 Jan 2019 - 15:34
د لوګر د ميرابدال غره لمنو کې سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې
author avatar
29 Jan 2019 - 15:34

پل علم(پژواک، ٩ سلواغه ۹۷): د لوګر ولايتي شورا چارواکي وايي چې د پل علم لوېديځ ته د ميرابدال غره په لمنو کې سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې، خلکو په کې کورنه جوړ کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

خو بل لورته د ښاروالۍ چارواکي بيا وايي چې د والي په مشرۍ يو کمېسيون جوړ شوى، ترڅو د دغه ډول غيرقانوني کورونو د جوړېدو او د ځمکو د غصب مخه ونيسي.

د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل د سلواغې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز پل علم لوېديځ ته د ابدال غره لمنې د يو شمېر زورواکو او مافيايي کړيو له خوا غصب شوي او د استوګنې زرګونه نومرې يې په کې جوړې کړې دي.

هغه وايي: ((په دغه سيمه کې ځمکه غصب شوې او دوه زره د استوګنې نومرې په کې جوړې شوي او د غصب دغه لړۍ همداسې روانه ده، خو ښاروالۍ يې مخه نه نيسي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه غصب شوې ځمکه د پل علم ښار تفريحي او پراختيايي سيمه وه، خو د اړوندو چارواکو د بې کفايتۍ له امله اوس غصب شوې ده.

دغه راز د پل علم ښار اوسېدونکي شيربادشاه هم پژواک ته وويل چې د ابدال غره د لمنو ترڅنګ د پل علم په ډېرو نورو سيمو کې هم ځمکې غصب شوي او خپلسري کورونه په کې جوړ شوي دي.

ده وويل: ((د شپې له مخې خلک په دغه غير پلاني کورونو کار کوي، څوک نشته چې مخه يې ونيسي.))

بل لورته د پل علم ښاروال نصير احمد لليزى هم دا مني چې د ابدال غره لمنې غصب شوي او غير پلاني کورونه په کې جوړ شوي دي.

خو هغه زياته کړه: ((د والي صاحب په مشرۍ له ښاروالۍ، ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ، څارنوالۍ، اراضۍ ادارې او له ښارجوړنې رياست څخه يو ګډ کمېسيون جوړ شوى، ترڅو غصب شوې ځمکې بېرته را وګرځوي او غاصبين د قانون منګلو ته وسپاري.))

ده هم وويل چې غاصبين د شپې له مخې کورونه جوړوي او کله چې د ښاروالۍ کارکوونکي ورشي نو سپکې سپورې ورته وايي.

دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي پژواک ته وویل چې که ښاروالۍ وغواړي نو دوى چمتو دى چې د ځمکو د غصب په مخنيوي کې ورسره اړينه همکاري وکړي.

نوموړی وایي: ((تر هغه چې ښاروالۍ او یا خلک موږ ته شکایت ونه کړي پولیس په خپل سر نه شي کولای چې د نورو ادارو په چارو کې لاسوهنه وکړي، خو موږ چمتو یو چې د قانون په تطبیق کې له اړوند ادارو په ځانګړې توګه له ښاروالۍ سره همکاري وکړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.