کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٧): د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې په افغانستان کې تر اړتيا ډېر نه پاتې کېږي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې واشنګټن ته د سفر پر مهال په خپله رسمي ټويټر پاڼه کې کړې دي.
هغه زياته کړې : (( له اړتيا زيات په افغانستان کې نه پاتې کېږو، خو تر هغه نه وځو، څو پورې داسې حالات رامنځته کړو، چې د خپلو سرتېرو ايستلو يا کمولو ته موږ اماده کړي.))
سټولټنبرګ وايي، د وتلو او يا سرتېرو کمولو پر مهال دا فکر هم کوي چې ددوى مهم هدفونه له ګواښ سره مخامخ نه شي او افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
بلخوا نوموړي په پنټاګان کې د امريکا د دفاع سرپرست وزير شانهان سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته ويلي چې د افغانستان په اړه له امريکا سره په ګډه کار کوي.
هغه زياته کړه،د افغان سولې په تړاو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو اوونۍ مخکې په بلجيم کې د سازمان غړو ته د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړي دي.
د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د ناټو له ماموريت څخه موخه داده، څو د سولې د خبرو لپاره زمينه برابره او داسې حالات رامنځته شي، چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
ده زياته کړې: (( زموږ له شتون څخه طالبانو ته دا پيغام ورکول دي چې د جګړې ميدان نه شي ګټلى.))
هغه د سولې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، دا ډېره له وخته مخکې خبره ده چې له روانو هڅو به څه ډول پايلې راووځي.
خو سټولټنبرګ ويلي چې دوى د افغان سولې لپاره له ټولو روانو هڅو ملاتړ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن