ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
29 Jan 2019 - 15:05
هرات کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
29 Jan 2019 - 15:05

 هرات (پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د هرات ښار په نننۍ ترافیکي پېښه کې د ملي اردو د امبولانس د موټر چلوونکي په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار ۶:۰۰ بجې   داسې مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو امبولانس موټر د هوايي ډګر پر سړک له یوه شخصي سوزکي سره ټکر شو.

نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند عارف رضايي وویل، په مړو شوو کې یو د ملي اردو د امبولانس موټر چلوونکی او څلور ملکي کسان شامل دي.

مسوولان وايي، تېز رفتار او د ترافيکي قوانینو نه مراعاتول د یادې پېښې د رامنځته کېدو لاملونه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.