ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بامیان کې د بودا مجسمې د بیارغولو لپاره وروستۍ پرېکړه نه ده شوې

په بامیان کې د بودا مجسمې د بیارغولو لپاره وروستۍ پرېکړه نه ده شوې

author avatar
29 Jan 2019 - 19:36
په بامیان کې د بودا مجسمې د بیارغولو لپاره وروستۍ پرېکړه نه ده شوې
author avatar
29 Jan 2019 - 19:36

بامیان (پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): په بامیانو کې د بودا مجسمې بیارغونې ته د نه پاملرنې له امله د نوي نظام په اتلس کلنه موده کې د دې مجسمې د بیارغونې لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی او له یاده وتلې دي.

د بودا تاریخي مجسمې چې په صلصال او شهمامه مشهورې دي او هره یوه یې په ترتیب سره ۵۵ او ۳۸ متره لوړوالی لري د ۵۰۷ څخه تر ۵۵۴ میلادي کاله په بامیانو ولایت کې د تېږو په منځ کې د یوناني او بودايي هنر په معمارۍ تراشل شوې خو د تاریخ په اوږدو کې ورته ډېر زیانونه اوښتي دي.

د تاریخي مدرکونو پر اساس، لومړی ځل د حجاج بن یوسف په زمانه کې د یادو مجسمو طلایي پوښ له منځه وړل شوی، وروسته په ۱۲۲۲ کال کې چنګېزخان، په ۱۶۸۹ کال کې اورنګ زېب او په ۱۸۹۲ کال کې عبدالرحمن خان د یادو مجسمو د ویجاړولو اقدام وکړ، خو د ۱۳۷۹ کال د کب میاشتې په ۱۹مه طالبانو د چاودېدونکو موادو او ډي سي توپونو په وسیله دواړې مجسمې له منځه یووړې.

په داسې حال کې چې په بامیانو کې د بودا مجسمو  بیارغونې لپاره له څو کلونو راهیسې د هېواد په داخل کې خبرې کېږي خو تر اوسه د یادو تاریخي هستیو د رغونې لپاره وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

په همدې حال کې په بامیانو کې د بودا مجسمې د بیا رغونې لپاره د مختصصینو او د تاریخي اثارو د کارپوهانو لخوا درې طرحې وړاندې شوې دي.

د بیارغونې په لومړۍ طرحه کې د نوې مجسمې جوړول، په دویمه طرحه کې له پاتې ټوټو څخه د مجسمې جوړول او په وروستۍ طرحه کې د مجسمو د اوسني حالت ساتل شامل دي، له لومړۍ طرحې سره چې مجسمې پکې نوې جوړېږي متخصصینو ځکه اتفاق ونکړ چې د مجسمو تاریخي قدامت له منځه ځي، خو د دویمې طرحې په اړه چې له پاتې شوو ټوټو څخه پکې استفاده کېږي له هېواده بهر خبرې شوې دي.

خو د هغې طرحې په اړه چې په اوسني حالت دې وساتل شي واحد نظر نشته.

د بودا له مجسمو پنځلس کاله وروسته د الماني، جاپاني، کوریاي بیارغونې ډلې او ایټالیايي کارپوهانو د ملګرو ملتونو د کلتوري او علمي زده کړو د سازمان  (یونسکو) او افغان دولت استازو سره په همغږۍ د المان د اخن پوهنتون په ناسته کې ګډون وکړ چې د بودا مجسمې د بیارغونې په اړه تصمیم ونیسي.

له هغه وروسته د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د بودا مجسمې د تحکیم کارۍ لپاره یونسکو سازمان شاوخوا څلور میلیون ډالره لګښت وکړ.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د افغانستان د ملي پارک په توګه د بند امیر د معرفۍ پر مهال ویلي وو، هندوستان د بودا مجسمې د بیارغونې لپاره د یو میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې خو له هغې وروسته معلومه نه شوه چې د دې مرستو ترلاسه کولو په برخه کې افغان دولت ستونزه لرله که هند په دې اړه پر خپل نظر بیا کتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د بودا د یوې مجسمې د جوړېدو پرېکړه د داخلي او نړیوالو متخصصینو لخوا د المان په ۱۳ ام کنفرانس کې وروستۍ شوې خو دا چې څه ډول جوړه شي په دې اړه خبرې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه، د صلصال د سترې مجسمې له پارچو څخه استفاده پر خپل ځای پاتې ده او تاریخي قدامت به یې له منځه ولاړ نه شي، خو بیارغونه یې اسانه نه ده چې په یو ځل ترسره شي؛ ځکه یوې جامع او ټولیزې طرحې ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، د یادو مجسمو د بیارغونې لګښت تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو که په پخواني ډول جوړې شي طبيعي ده چې زیاتو مالي سرچینو ته اړتیا لري.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو مدیر عیدالحمید جلیا وویل، که قاطع تصمیم موجود وي، اوسنیو امکاناتو ته په کتو د بودا د یوې مجسمې د جوړېدو چارې سختې نه دي.

نوموړي زیاته کړه، د صلصال مجسمې له ۵۰ سلنه ډېرې راټولې شوې پارچې یادې مجسمې ته نږدې په خوندي ځای کې ساتل کېږي چې تخنیکي ټېم به یې د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه د دې په روښانولو چې د دې ټوټو د یو ځای کولو لپاره له هېواده بهر امکاناتو او موادو ته اړتیا نشته وویل، د اټکل له مخې د بودا د یوې مجسمې د بیارغولو لپاره شاوخوا ۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د ده په خبره، د معیاري هوايي ډګر نه شتون، د لویو لارو نا امنتوب، د بودا مجسمو د بیارغونې لپاره د قاطع تصمیم نشتون دغه ولایت ته د سیاحینو او سفر کوونکو د کمېدو ستر لاملونه دي.

بلخوا د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او توریزم ریاست مدیر محمد اسحق عزیزي پژواک ته وویل، د بودا مجسمو په اړه له نیول شوو تصمیمونو څخه د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بشپړ ډول ناخبره دي ځکه ټول تصمیمونه په مرکز کې نیول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: ((زه فکر کوم چې د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هېڅ کس نه پوهېږي چې د بودا مجسمو وروستی برخلیک به څه وي؟))

د بامیانو د فرهنګیانو له ډلې ابراهیم تولا د بودا مجمسې د بیارغونې په برخه کې سترې ستونزې د قاطع تصمیم نه شتون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نه پاملرنه او امنیتي ستونزې بولي.

د ده په خبره، د بودا د یوې مجسمې د بیارغونې لپاره د لسګونه بې پایلې کنفرانسونو جوړېدو ته اړتیا نشته، ځکه که دې ناستو پایله درلودای په تېرو ۱۸ کلونو کې به مو یې ثمره لیدلې وای.

هغه روښانه کړه، د بودا د یوې مجسمې د بیارغونې لپاره په بامیانو ولایت کې ټول امکانات موجود دي او حتی له کابل څخه د امکاناتو لېږد ته اړتیا نشته، خو د ټوټو د پېژندلو لپاره چې د مجسمې په کومه برخه پورې اړه لري متخصصینو او لرغون پېژندونکو ته اړتیا ده.

د بامیانو ولایت بل مدني فعال اسماعیل ذکي په دې اند دی چې حکومت د بامیانو د پرمختګ لپاره کمه پام کوي او د بودا مجسمو بیارغونې ته هم ځانګړې توجه نلري.

د ده په خبره، د بودا مجسمې بیارغونه سربېره پر دې چې بامیانو ته د سیاحت کوونکو د راتلو لامل کېږي له اقتصادي اړخه هم هېواد ته ګته لري.

هغه وویل: ((که له دې مجسمو یوه ورغول شي، بامیان به د سیمې په کچه کې توریستي مرکز جوړ شي، او د زیاتو سیاحت کوونکو پام به ځان ته راواړوي چې له دې لارې اقتصادي پرمختګ وده کوي.))

په ورته وخت کې د بامیانو ولایت مرستیال محمد اصف مبلغ پژواک خبري اژانس ته وویل، د بامیانو د فرهنګي سیمو او بودا مجسمو په اړه تصمیم مسلکي او په کار پوه نظرونو ته اړتیا لري چې په دې اړه باید لرغون پېژندونکي او متخصصین تصمیم ونیسي.

هغه زیاته کړه، بلخوا د بودا مجسمو په اړه تصمیم یوازې په افغانستان پورې اړه نه لري، بلکې یونسکو او د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو متخصصین هم په کې دخیل دي.

هغه په ډاګه کړه، یونسکو ځکه د بودا په اړه په پرېکړو کې رول لري چې دغه تاریخي اثار د یاد سازمان د تاریخي ابداتو په لېست کې ځای لري او له هره اړخه د یادې ادارې نظرونه مهم دي.

د صلصال او شهمامه د تخریب شوو مجسمو په ګډون په بامیانو کې اووه تاریخي ابدات په ۲۰۰۳ کال کې د نړۍ د بشریت د فرهنګي میراث په توګه د ملګرو ملتونو د فرهنګي زده کړو له سازمان سره ثبت شول.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.