کندهار (پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې ده.
دا په روان کال کې د هېواد په کچه د پولیو یا ګوزڼ لومړنۍ پېښه ده چې په دې ولایت کې ثبتېږي.
چارواکي وايي، په دغې ناروغۍ اخته ناروغ آسیه نومېږي او ۲۲ میاشتې عمر لري چې د سپين بولدک د کنجوسو کارېز د سیمې اوسېدونکې ده.
دا پېښه داسې مهال ثبتېږي چې د هېواد د څو ولایتونو تر څنګ په کندهار کې هم د پولیو د واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
په دې اړه د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېر زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې ۶ یې په ختیځ زون او ۱۵ یې په سوېلي زون کې وې.
په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز له خولې لیکل شوي، دغه پېښه د دې ښوونه کوي چې په کندهار او سوېلی زون کې ماشومان د پولیو له لوړ ګواښ سره مخ دي.
دی وايي، دا د ټولو خلکو مسوولیت او دنده ده چې خپل ماشومان له پولیو خوندي وساتو او د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې جدي مبارزه وکړو.
د پولیو د تېر کال پېښو ته په کتو کندهار د هېواد او نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي.
په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدې ولایت کې ثبت شوې وې او دغلته مېشت ماشومان هره شېبه د دغې خطرناکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.
د هېواد په کچه د ۲۱ مثبتو پېښو له جملې ۹ پېښې په کندهار کې ثبت شوې وې چې ۳ په شاه ولیکوټ، يوه په خاکرېز، يوه په میوند، يوه په ارغنداب، يوه په سپین بولدک ولسوالیو او ۲ په کندهار ښار کې وې.
دغه راز د پولیو ۳ نورې پېښې په هلمند، ۲ پېښې په اروزګان، ۳ پېښې په کونړ، ۲ پېښې په ننګرهار او يوه پېښه په نورستان ولایتونو کې ثبت شوې وې.
په ټولیزه توګه ناامني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدا او د خلکو نه پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن