ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې ۵۰ سلنه زندانيان مدافع وکيل ته لاسرسی نه لري

پکتيا کې ۵۰ سلنه زندانيان مدافع وکيل ته لاسرسی نه لري

author avatar
29 Jan 2019 - 11:20
پکتيا کې ۵۰ سلنه زندانيان مدافع وکيل ته لاسرسی نه لري
author avatar
29 Jan 2019 - 11:20

ګردېز(پژواک، ٩ سلواغه ٩٧): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې شاوخوا نيمايي زندانيان مدافع وکيلانو ته لاسرسی نه لري او دوسيې يې پر وخت نه څېړل کېږي.

دوی وايي چې د دې ستونزې له امله د زندانيانو ډېر وخت بې ځايه تېرېږي او ځينې له کوم قانوني جرم پرته په زندان کې پاتې کېږي.

د ياد کمېسيون مشر نور احمد شهيم د سلواغې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګڼو زندانيانو يې ورته په قانوني موده کې د دوسيو له نه بشپړېدو او د محکمې د حکم پر وخت نه ترسره کېدو شکايتونه کړي دي.

شهيم وايي:((د مختلفو دلايلو له امله د تحقيق په دوران کې ډېر وخت تېرېږي، همدغه راز دوسيې په قانوني موده کې نه تکميلېږي چې بل ارګان ته محول شي او فيصله ورباندې وشي او تقريبا ۵۰ فيصده زندانيان مدافع وکيل ته لاسرسی نه لري.))

بل لورته د ګردېز محبس يو تن زنداني محمد اسلم د بې ګناهي ادعا کوي او وايي چې دوسيه يې په شاوخوا دوه نيمو کلونو کې څېړل شوې ده.

اسلم وويل:((دوسيه مې په ۲۸ مياشتو کې څېړل شوې ده، درې وروڼه بې ګناه دلته پراته يو، سړی مې هم خپل مړ دی او دا اووه کاله کېږي چې بندي يم. مدافع وکيل مې نه درلوده.))

دغه راز د ولايتي شورا غړي هم د مدافع وکيلانو نشتون او پر وخت د زندانيانو دوسيو ته نه لاسرسی مني او وايي چې له دې امله د زياتو کسانو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د دې شورا غړي محمدرحمن قادري پژواک ته وويل:((رښتيا هم دا ستونزه شته، تېره ورځ موږ يو چا ته ورغلو چې په زندان کې يې اتلس مياشتې تېرې کړې وې، خو بعد له اتلس مياشتو دا ثابته شوه چې هغه بې ګناه و، که ده مدافع وکيل لرلای، فکر نه کوم چې له دوه مياشتو دې يې زيات موده په محبس کې تېره کړې وای.))

په دې اړه د پکتيا د محبس مدير مل پاسوال افندي ګل رباطي بيا وايي چې د زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي او پر وخت د څېړنې لپاره يې د څارنوالي، محکمې او نورو اړوندو ادارو د همغږۍ بورډ جوړ کړی، خو په خبره يې دوسيې پلازمېنه کابل کې په ستره محکمې کې ځنډېږي.

رباطي پژواک ته وويل:((تر ابتدايه او مرافعه محکمو پورې مشکل نه لرو، سترې محکمې ته چې ځي هلته د ټول افغانستان دوسيې وي او خلک شکايت لري چې له هغه ځايه يې په وخت دوسيو ته رسيدګي نه کېږي.))

د پکتيا د استيناف محکمې مشر عطاالله فکري هم دا ستونزه مني او وايي چې د دغه ولايت د عدليې رياست په چوکاټ کې يوازې يو مدافع وکيل شته، چې د ډېرو زندانيانو دوسيو ته لاسرسی نه شي کولی.

فکري په دې برخه کې د حقوقي بنسټونو همکاري اړينه بولي او وايي چې د نورو لويو ولايتونو برعکس په پکتيا کې د حقوقي او مشورتي بنسټونو له خوا هېڅ مدافع وکيلان نه دي ګومارل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.