کندهار (پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): کوریا د روغتیا نړیوال سازمان/W.H.O له لارې د کندهار له میرویس روغتون سره د طبي سامان الاتو مرسته وکړه او دغه راز دغلته یې د ساري ناروغیو د درملنې یوه ۱۴ بستر لرونکې څانګه پرانېسته.
د طبي سامان الاتو د سپارلو او ساري ناروغیو د درملنې څانګې د پرانېستلو په موخه په افغانستان کې د کوریا سفیر ریژایونګ کندهار ته سفر کړی و.
په دغو مراسمو کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
منیب وویل، د کوریا هېواد له خوا د روغتیا د نړیوال سازمان په همکاري د میرویس روغتون له جراحي وارډ سره د ۳۶ قلمه روغتیايي سامان الاتو مرسته وکړه.
هغه زیاته کړه، په مرسته شوو توکو کې د جراحي وارډ اړوند ناروغانو لپاره بېلابېل مشینري، کټونه، ویلچیرز او نور شامل دي چې ۳۸۰ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.
نوموړي د دغې مرستې له امله د کوریا له سفیر ریژایونګ څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل، میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه روغتیايي خدمات وړاندې کوي چې د عادي ناروغانو تر څنګ ورته د جګړې او ترافیکي پېښو ټپیان هم راوړل کېږي.
د ده په خبره، دغه روغتون دغو روغتیايي سامان الاتو ته اړتیا لرله چې د جراحي وارډ ناروغانو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې تر څنګ په دغه روغتون کې د ساري ناروغیو د درملنې ۱۴ بستریزه څانګه هم پرانېستل شوه.
منیب وویل، د ساري ناروغیو د درملنې پر دغه څانګه ۹۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د W.H.O په همکارۍ د کوریا له خوا ورکړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن