ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د خوست صرافانو کار بندېز کړى

​د خوست صرافانو کار بندېز کړى

author avatar
29 Jan 2019 - 15:59
​د خوست صرافانو کار بندېز کړى
author avatar
29 Jan 2019 - 15:59

خوست ښار(پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): خوست ښار کې صرافانو پر دوی د نويو وضع شويو اصولو په مقابل کې خپلې صرافۍ له تېرو درېيو ورځو راهيسې تړلې دي.

د صرافانو په وينا، وروسته له هغه يې د اعتراض په ډول خپلې صرافۍ وتړلې چې د افغانستان بانک پرې ظاهراً د روڼتيا په خاطر يو لړ اصول وضع کړي، خو دوى زياتوي چې اوسنيو حالاتو کې دا کار ستونزمن دی.

په دې نويو اصولو کې چې د افغانستان بانک له خوا وضع شوي، د صرافيو له لارې پر حوالو بنديز، له صرافانو سره د خلکو د پيسو نه ساتل او همدا ډول د افغانستان بانک ولايتي څانګې سره د ورځنيو معاملاتو د راپور شريکول شامل دي.

په خوست کې د صرافانو د اتحاديې يوتن غړي نادرشاه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((لکه څرنګه چې بانک چا ته خپله سرمايه نه افشا کوي، صراف هم له بانکي قوانينو څخه په متابعت سره دا مسووليت لري چې د خلکو سرمايه افشا نه کړي. په دې کې اختطاف، ترور او نور مسايل مخته راځي.))

په ټوله کې د صرافيو له لارې د پيسو پر حواله کولو ځکه شکونه موجود دي، چې ګنې له دې لارې طالبانو او همدا ډول نورو وسله والو ډلو ته په ډېرې اسانۍ سره پيسې لېږل کېږي.

په خوست کې د صرافانو د اتحاديې مشر شهزاد خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لنډ وخت کې د افغانستان بانک له خوا پر دوی د وضع شويو اصولو مراعاتول ستونزمن دي او يو څه وخت ته اړتيا لري.

نوموړی زياتوي چې ترهغه به د دوی صرافۍ تړلې وي، څو افغانستان بانک په خپل دې دريځ کې بدلون نه وي راوستی.

هغه زياتوي: ((د خلکو ستونزه بايد په نظر کې ونيول شي، زموږ ستونزه په نظر کې ونيول شي، صرافان دې جوازونه هم واخلي او قانون دې هم پرې عملي شي، خو له وخت سره سم، نه دا چې تا بېګاني شرايط جوړ کړل او سبا يې پر خلکو عملي کوې)).

د صرافانو د ياد اعتراض له امله د خوست زياتره هغه اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي چې د حوالو له لارې په کور دننه او يا له بهر نه پيسې ترلاسه کوي.

د محمدالله او عزيزالرحمن په نومونو د خوست ښار دوو تنو اوسېدونکو پژواک ته وويل: ((ماته پلار حواله کړې ده اوس هيڅ طريقه نشته چې خپلې پيسې ترلاسه کړم. ما ته ورور پيسې رالېږلې دي دا څو ورځې پسې ځم او راځم زه خپله د سبزۍ دوکان لرم هغه بند دی ما ډېر تاوان وکړ، دا مشکل بايد ژر تر ژر حل شي)).

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د افغانستان بانک د ولايتي څانګې د مسوولينو نظر هم له ځان سره ولري، خو هغوی په دې اړه د خبرو  له کولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک ته وويل چې ددې ستونزې د حل په موخه يې خپلې هڅې پيل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.