غزني ښار (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧ ): روغتيايي چارواکي وايي چې په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.
د غزني د ترافيکو د تنظيم مسوول حکمت مسعود د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني ښار د روضې کوتل په سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وايي: ((د واورې له امله ٣٠٣ موټر له سړک نه منحرف شوى دى او ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.))
ده زياته کړه چې په دې پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
خو د غزني د ملکي روغتون مشر، ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته اته ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل وو چې تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن