د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د کود او برق پر فابریکې ګاز بند شوی دی

بلخ کې د کود او برق پر فابریکې ګاز بند شوی دی

Jan 30, 2019 - 10:53

مزارشريف (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): په بلخ ولايت کې د کود او برق فابريکې مسوولين وايي چې له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې د يادې فابريکې توليدات د ګاز بندېدو له امله په ټپه ولاړ دي.

په مزارشريف کې د کود او برق فابريکه ۴۶ کاله مخکې جوړه شوې ده چې د شمال زون په کچه د کيمياوي کود د توليد ستره فابريکه ګڼل کېږي.

د يادې فابريکې رييس عبدالرحمن افغان د سلواغې په ۱۰مه پژواک ته وويل چې له تېرو پنځلس ورځو راهيسې د کود او برق فابریکې توليدات په ټپه ولاړ دي.

نوموړي زياته کړه چې دغې فابريکې ته د کيمياوي سرې د توليد لپاره له شبرغان ښاره ګاز ورکول کېده خو په وينا يې چې له تېرو څو ورځو راهيسې دغه ګاز قطع شوی دی.

هغه د ګازو قطع کېدو د لامل په اړه ناخبري وښوده او زياته يې کړه چې کله هم فابريکې ته ګاز ور رسېږي؛ نو دوی به بېرته خپل توليدات پيل کړي.

خو په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي بيا پژواک ته وويل چې پر کود او برق فابريکې ګاز وسله والو طالبانو قطع کړی دی.

هغه زياته کړه چې نږدې پنځلس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کود او برق فابريکې له مسوولينو د څلور ميلیونه افغانيو د ورکړې غوښتنه کړې وه.

د رضايي په خبره، کله چې د طالبانو دغه غوښتنه ونه منل شوه، نو د ګاز بندولو ګواښ يې وکړ.

د شاهين قول اردو وياند زياته کړه: ((کله چې طالبانو ته پيسې نه دي ورکړل شوې؛ نو هغوی د چمتال ولسوالۍ په ساحه کې له شبرغانه د مزار کود او برق فابريکې ته د راتلونکو ګازو نلليکه پرې کړې ده))

نوموړی زياتوي چې د ګازو د يادې نلليکې د مسير امن کېدو په خاطر امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي چې په وينا يې پرمختګونه هم شوي دي.

په ورته وخت کې بيا وسله وال طالبان له کود او برق فابريکې څخه د څلور ميليونه افغانيو د غوښتنې موضوع ردوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ګاز نل د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جګړې له امله پرې شوی او دوی کار کوي چې بېرته یې ورغوي.

نوموړي زياته کړه چې د نلليکې د عوارض ساحه د دوی تر کنټرول لاندې ده او له همدې امله يې د فابريکې تخنيکي ټيم ته بلنه ورکړې چې ورشي او د ګازو نلليکه بېرته ورغوي.

د هغه په خبره، د پرې شوي نل پر جوړېدو مصارف راځي چې په وينا يې فابريکه يې بايد ادا کړي.

د کود او برق فابريکې مسوولين وايي چې دغه فابريکه هره ورځ ۱۲۵ ټنه کيمياوي کود توليدوي، خو له تېرو پنځلس ورځو راهيسې يې چارې په ټپه درېدلې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement