ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيو سره مرستې وشوې

بلخ کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيو سره مرستې وشوې

author avatar
30 Jan 2019 - 16:00
بلخ کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيو سره مرستې وشوې
author avatar
30 Jan 2019 - 16:00

مزارشريف (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): په بلخ ولايت کې پر هغو ۶۰۰ کورنيو د ژمنيو مرستو لړۍ پيل شوه، چې د جګړو له امله يې خپل کورونه پرېيښي او مزارشريف ښار ته راکډه شوې دي.

دغه مرستې د مسلم هيندز نړيوالې موسسې له خوا وېشل کېږي.

په افغانستان کې د مسلم هينډز موسسې مشر فضل احمد خان د سلواغې په لسمه پژواک ته وويل چې دوی به شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې ونيسي.

نوموړی زياتوي چې په يادو مرستو کې اوړه، غوړي، بوره، کمپلې او ځيني نور اړين توکي شامل دي چې د يوه پکېج بيه يې ۴زره افغانۍ دی.

د يادې موسسې د مسوول په خبره، ټولټال پر ۶۰۰ بېځايه شوو کورنيو د درې نيم ميليونه افغانيو په ارزښت مرستې وېشل کېږي.

هغه همدا راز وويل چې د اړو کورنيو د پېژندنې لپاره يې لومړی سروې کړې او وروسته يې هغوی ته کومک ورکړی چې د مرستې مستحق وې.

په ورته  وخت کې يو شمېر بېځايه شوي وايي چې لا ډېر لاسنيوي ته اړتيا لري.

د سرپل ولايت د ميرزا اولنګ درې اوسېدونکې فاطمه چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړه وه، وايي چې اوس په مزارشريف کې تر خيمې لاندې ژوند کوي.

هغې زياته کړه چې دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو د دوی په سيمه بريد وکړ چې د جګړې په پايله کې يې کورونه وسوځېدل او بيا مجبور شول خپله سيمه پرېږدي.

نوموړې زياتوي چې په بد اقتصادي وضعيت کې دي او غوښتنه يې دا ده؛ څو حکومت او نورې خيريه موسسې هم ورسره مرسته وکړي.

فاطمه وايي: ((ميرزاولنګ کې مو د جنګ له امله کور وسوځېد، په يو يو جوړ ه جامو کې مزار ته راکډه شوو، اوس د ښار په يوه څنډه کې د خپلې کورنۍ له شپږ غړو سره په خيمه کې ژوند کوو، زمونږ حالت ډېر خراب دی، قسم خورم چې د شپې ډوډۍ ته حيران يو چې له کومه يې کړو.))

بلخ کې د مهاجرينو رياست چارواکي تاييدوي چې سږ کال شاوخوا ۱۲زره کورنۍ د جګړو له امله له نورو سيمو بلخ ولايت او مزارشريف ښار ته راکډه شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.