ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۷۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې”

“سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۷۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې”

author avatar
30 Jan 2019 - 17:25
“سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۷۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې”
author avatar
30 Jan 2019 - 17:25

کابل(پژواک،۱۰ سلواغه ۹۷): لویه څارنوالي سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۷۰۰ قضیو ته د رسېدو خبر ورکوي او وايي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي له امله محکوم کسان د بښنې له فرمانونو څخه ګټه نه شي اخیستلای.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ۱۳۹۶ کال له مرغومي میاشتې څخه د ۱۳۹۷ کال تر همدې میاشتې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۷۰۱ قضیو ته رسېدنه شوې او د زیاتره قضیو په اړه د محکمو پرېکړې هم ترسره شوې دي.

نوموړي "وهل ټکول، جنسي ځورونه، جنسي تېری، رټل، ښکنځل او ډارول، ټپي کول او معلولیتونه، ځان سوځونه او ځان وژنه، فحشا ته اړ ایستل، اجباري نکاح" او نور د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې یادې کړې او زیاته یې کړه، لویه څارنوالي عدالت ته دښځو د لاس رسي په موخه د هېواد په کچه له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمېدو ځانګړي واحدونه رامنځته کړي او ۳۲ واحدونه د ښځو له خوا کنټرولېږي.

هغه زیاته کړه، یاد شوي واحدونه دنده لري چې په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د کېدونکي تاوتریخوالي او وضعیت په اساس پروګرامونه او طرحې چمتو کړي څو دغه اداره په پالیسۍ او مقررو کې ترې ګټه واخلي .

د نوموړي په خبره، په بېلا بېلو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی توپیر لري او د تاوتریخوالي په اساس باید هر ولایت ته پروګرام طرحه شي.

رسولي وویل، په تېرو دوو کلونو کې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو ګډون له درې سلنې څخه ۲۲ سلنې ته زیات شوی او دغه اندازه د لویې څارنوالۍ په تاریخ کې ساری نه لري.

 د نوموړي د معلوماتو په اساس، همدا اوس د مرستیالۍ د یو بست په ګډون د لویې څارنوالۍ ۱۳ ریاستونه د ښځو له خوا رهبري کېږي.

هغه زیاته کړه، د طرزالعمل په اساس، د ښځو پر وړاندې پر تاوتریخوالي هېڅ محکوم له صاردرېدونکو فرمانونو څخه ګټه نه شي اخیستلای او دغه کار له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د دولت د جدي مبارزې ښکارندوي کوي.

هغه زیاته کړه، دې ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولو ترلاسه شوو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

رسولي وویل: ((په واضح توګه ویلای شم چې هېڅ داسې قضیه نشته چې څارنوالۍ ته راغلې وي او هغه ته رسېدنه نه وي شوې.))

نوموړي په دې اړه چې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې د تېر کال په پرتله کمې شوې که زیاتې شوې دي؟ وویل: ((قضیې څو سلنه زیاتې شوې دي، ځکه شخصي ادارو ته د ښځو لاس رسى زیات شوی دی، زیاتېدل د زیاتو جرمونو د ترسره کېدو په معنا نه دي، بلکې عدالت ته د ښځو د لاس رسي معنا لري.))

نوموړي زیاته کړه، هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي کولای شي له ۱۸۰ شمېرې سره د اړیکې له لارې خپل شکایت په لویه څانوالۍ کې ثبت کړي څو ورته رسېدنه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.