ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهيم: پکتيا کې هر کال نږدې ۵۰ سلنه ماشومان ښوونځيو ته له جذبه پاتې کېږي

شهيم: پکتيا کې هر کال نږدې ۵۰ سلنه ماشومان ښوونځيو ته له جذبه پاتې کېږي

author avatar
30 Jan 2019 - 16:15
شهيم: پکتيا کې هر کال نږدې ۵۰ سلنه ماشومان ښوونځيو ته له جذبه پاتې کېږي
author avatar
30 Jan 2019 - 16:15

ګردېز (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې په پکتيا کې هر کال د ښوونځيو د پر شرایطو برابر شاوخوا ۵۰ سلنه ماشومان ښوونځيو ته له جذبېدو پاتې کېږي.

د ياد کمېسيون مشر نوراحمد شهيم د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده سلنه د دوی د ادارې د سروې پر اساس ده چې ډېره برخه يې نجونې دي.

شهيم د دې چارې لاملونه د ښوونځيو لرې والی، د ښوونځيو د احاطو او ودانيو نه شتون او ځينې نور ستونزې يادوي چې پر ټولنه او راتلونکې خورا ناوړه اغېز کوي.

نوموړي وويل: ((زموږ د څېړنې له مخې په عمومي ډول زموږ ټول ماشومان يانې نارينه او ښځينه تقريباً تر ۴۰ او ۵۰ فيصده پورې په تعليمي ادارو او مکتبونو کې جذبېږي او ۵۰ فيصده نور يې متاسفانه له مکتبونو پاتې کېږي.))

د پکتيا ولايتي شورا هم ياده ستونزه جدي او اندېښمنوونکې بولي او وايي چې د بې سوادې د له منځه وړلو لپاره بايد ټولې اړوندې ادارې د دې مسئلې په حل کې مرسته وکړي.

د يادې شورا غړی محمد رحمان قادري پژواک ته وويل چې د اساسي قانون له مخې دولت ټولو افغانانو ته د وړيا زده کړو برابرولو مسئوليت لري او بايد ياده دنده تر سره کړي.

قادري وايي: ((په هغو سيمو کې چې هلته ماشومان ډېر وي او دولتي تعليمي ادارات د دې ظرفيت يا ګنجايش ونلري چې هغوی جذب کړي، بايد په دې تشکيلاتو کې زياتوالی راشي او د دوی لپاره د تعليمي مراکزو په زياتوالي کې جدي اقدام وشي، څو زموږ ماشومان بې تعليمه پاتې نه شي.))

همدارنګه د ګردې څېړۍ ولسوالي د فخَري سيمې اوسېدونکی عظيم عثماني وايي چې په سيمه کې يې د ښوونځيو او زده کړو د زمينې د نشتوالي له امله ډېری ماشومان له زده کړو پاتې کېږي.

عثماني زياتوي چې د سيمې ځيني ماشومان يې هېڅ ښوونځيو ته نه جذبېږي چې کابو د سيمې ټولې نجونې يې په کې دي او ځيني هلکان زده کوونکي که جذب هم شي له لومړنیو زده کړو وروسته نور دوام نه شي ورکولی.

عثماني پژواک ته وويل: ((د کومو خلکو چې اقتصاد ښه وي هغه بيا خپل ماشومان ګردېز يا خوست ته ليږي، د چا چې اقتصاد ضعيف وي هغه هلته چې کوم ابتدائيه مکتبونه دي تر هغې نورې زده کړې نشي کولی او ترې پاتې کيږي، که د لسم او دولسم لياقت هم ولري، هغه به هلته ترڅلورم او پنځم پورې مکتب وايي، موږ ته بايد مکتبونه جوړ شي.))

بل لور ته د پکتيا د پوهنې رييس کوچی ځاځی هم ياده ستونزه مني، خو وايي چې له زده کړو د پاتې شوو يا پاتې کېدونکو ماشومانو مشخص ارقام يا رسمي فيصدي نشته.

ځاځي پژواک ته وويل چې د دې ستونزې د حل لپاره په مرکزي او ولايتي کچه هڅه روانې دي او هڅه کوي چې راتلونکی کال نه يوازې زيات ماشومان ښوونځيو ته جذب کړي، بلکې د زده کړو د کيفيت ښه والی يې هم لومړيتوب دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.