ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کندوز ښار کې د طالبانو بریدونو خلک اندېښمن کړي”

“په کندوز ښار کې د طالبانو بریدونو خلک اندېښمن کړي”

author avatar
30 Jan 2019 - 12:01
“په کندوز ښار کې د طالبانو بریدونو خلک اندېښمن کړي”
author avatar
30 Jan 2019 - 12:01

کندوز ښار (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧): تېره شپه د کندوز ښار د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې جګړه شوې چې له امله یې خلک زیانمن او اندېښمن شوي دي.

د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دويمې امنيتي حوزې د شينوارو په سيمه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مالي زيانونه يې خلکو ته اړولي دي.

ده زياته کړه: ((دوه ساعته جګړه وه، د سپکو او درنو وسلو ډزې کېدې، اوس چې ژمى دى، دا ډول بريدونه کېږي، په پسرلي کې به څه حال وي.))

دغه راز د کندوز ښار د شينوارو ساحې لسګونه اوسېدونکي د تېرې شپې د جګړې په غبرګون کې د اعتراض په ډول را ټول شوي وو.

د دوى له ډلې اميرمحمد پژواک ته وويل: ((بېګاه سخته جګړه پر موږ تېره شوې، اوس دلته را ټول شوي يو، څو له مسوولينو سره د دې سيمې د امنيت په اړه خبرې وکړو.))

د هغه په وينا، د شينوارو ساحه له امنيې قوماندانۍ يواځې دوه کيلومتره واټن لري خو بيا يې هم امنيت تامين نه دى.

د همدې سيمې بل اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل: ((يوه نيمه بجه وه چې جګړه شروع شوه، تر درې نيمو بجو پورې يې دوام وکړ، موږ غريب خلک يو، که دلته داسې جنګونه وي، مجبور بل ځاى ته کډه وکړو.))

د همدې سيمې نورو اوسېدونکو هم ويل چې د امنيت د ټينګښت لپاره يې بايد جدي هلې ځلې وشي.

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز سرپرست امنيه قوماندان سمونمل صفي الله محزون پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د شينوارو په سيمه کې پر امنيتي پوستې بريد کړى و خو بريد يې پر شا تمبول شوى دى.

ده وويل: ((په ځينو نورو ځايونو کې موږ عمليات روان کړي او څه موده وروسته به دې سيمه کې هم عمليات پيل کړو.))

ده وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو طالبانو ته تلفات اوښتي دي چې کره شمېر به يې وروسته په ډاګه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.