کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٧): د افغانستان او ايران ترمنځ د انټرنټي او مخابراتي خدماتو د بيو پر کمښت او په ارزانه بيه له ایران څخه د نوري فايبر د کېبل د نښلولو په اړه هوکړه وشوه.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د مخابراتو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه زياتوي، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي ایران ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر پرمهال د TIC دولتي شرکت د لیدنې تر څنګ د ایران د مخابراتو او فناورۍ وزیر محمد رضا اذري جهرمي سره د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزه اړيکو په ځانګړې توګه د انټرنټ په برخه کې د همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، په دغې ناسته کې د سيمه ييز اتصال په موخه د افغانستان د جغرافيوي موقعيت پر ارزښت، د انټرنټي او مخابراتي خدماتو د بيو پر کمښت او په ارزانه بيه له ایران څخه د نوري فايبر د کېبل د نښلولو په اړه هوکړه وشوه.
د خبرپاڼې په حواله، همدا راز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي او د ایران د ارتباطاتو او معلوماتي فناورۍ وزیر محمدرضا اذري جهرمي د هرات او زرنج تر منځ د نوري فایبر د اتصال او د ایران له لارې چابهار سره د افغانستان د اتصال په برخه کې هوکړه وکړه چې له دې لارې به افغانستان له بحري کېبل (Submarine cable) سره د نښلېدو او سيمه ييز اتصال تر څنګ د انټرنټي معلوماتو د ټرانزيټي مرکز په توګه نور هم پیاوړی شي.
شهزاد اريوبي ويلي، غواړي د ښو اړيکو د پراختيا تر څنګ له ایران څخه په کمه بيه انټرنټ وپېري، د ټيلېفوني مکالماتو په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ نرخونه کم شي او تر څنګ يې افغانستان په سيمه کې د اتصال د مرکز په توګه ثابت شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، افغانستان اوسمهال د سيمې له ټولو هېوادونو سره د انټرنټ مواصلاتي اړيکې لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې افغانستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د نښلېدو تر څنګ د ټرانزيټي مرکز په توګه د دولت خزانې ته د پام وړ عوايد هم را ټول کړي.
سرچينه همداراز زياتوي چې د افغانستان او ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرانو د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتي انيسټيټيوټ د ظرفيت جوړونې او په دې برخه کې د همکارۍ په اړه هم هوکړه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن