ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: افغانان د نه ختمېدونکې جګړې پاى غواړي

ټرمپ: افغانان د نه ختمېدونکې جګړې پاى غواړي

author avatar
31 Jan 2019 - 12:06
ټرمپ: افغانان د نه ختمېدونکې جګړې پاى غواړي
author avatar
31 Jan 2019 - 12:06

واشنګټن (پژواک، ١١ سلواغه ٩٧) : د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې افغانان د نه ختمېدونکې جګړې نور پاى غواړي او له طالبانو سره د خليلزاد خبروکې پرمختګ شوى دى.

وروسته له هغه چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شوې دي، د لومړي ځل لپاره دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه ټويټ کړى دى.

هغه په خپل ټویټ کې ویلي دي چې د افغانستان د سولې مذاکرات ښه روان دي.

ده زياته کړې :"  له اوږدې جګړې وروسته په افغانستان کې مذاکرات ښه روان دي. جګړه روانه ده خو د افغانستان خلک د دغې  اوږدې جګړې پای غواړي. "
د هغه په خبره، وبه ګوري چې د سولې مذاکرات بريالي کېږي که نه.
تر دې مخکې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په قطر کې طالبانو سره تر شپږ ورځنيو خبرو اترو وروسته ويلي وو، چې په دې پړاو کې يې ډېر پرمختګونه کړي دي.

خو نوموړي داهم په ډاګه کړې، څو پورې چې د ټولو موضوعاتو په برخه کې پرمختګ نه وي شوى، هېڅ پرمختګ نه دى شوى او په ټولو موضوعاتوکې يې بين الافغاني مذاکرات ياد کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.