لښکرګاه (پژواک، ١١ سلواغه ٩٧): د هلمند د سنګين ولسوالۍ د وروستيو پېښو د قربانيانو د کورنيو غړي وايي چې ښکېلې خواوې دې نور د جګړې پر ځاى سوله وکړي، ځکه د جګړو اصلي قربانيان عام خلک دي.
په تېرو څو ورځو کې په سنګين ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ٢٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.
په دې اړه د سنګين ولسوالۍ يوه قومي مشر محمد طاهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د پرله پسې جګړو له امله ډېره قرباني ملکي وګړو ورکړې ده.
د نوموړي په وينا، په تېرو شاوخوا لسو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې د هوايي بريد او چاودنې له امله ٢٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې له هغه وروسته په دې ولسوالۍ کې يو ډول وېره خپره شوې ده.
هغه زياته کړه: ((څوک خپل مړى نه خښوي، څوک فاتحه نه اخلي، خلک بېخي زيات ډار شوي دي، موږ له ښکېلو غاړو غواړو چې نور سوله وکړي.))
دغه راز د سنګين بل اوسېدونکي عبيدالرحمن د لښکرګاه په ايمرجنسي روغتون کې پژواک ته وويل: ((ورور مې په جګړه ټپي شوى، اوس مې دلته راوړى دى، جګړې دربدره کړي يو، هر څه را نه پاتې دي.))
ده هم ټينګار وکړ چې جګړه د حل لار نه ده، بايد حکومت او طالبان سوله وکړي، ځکه د جګړې اصلي قربانيان عام خلک دي.
په ورته وخت کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په سنګين کې د وروستيو پېښو له امله د درېيو ماشومانو په ګډون څلور تنه لا تراوسه له دوى سره بستر دي.
په دې اړه لښکرګاه کې مدني فعال عبدالحق ځواکمن پژواک ته وويل چې د جګړې دواړه خواوې بايد د جګړې قوانين په پام کې ونيسي او د ملکي وګړو د استوګنې په سيمو کې جګړه ونه کړي.
ده ټينګار وکړ چې د سولې مذاکراتو د پايلو تر معلومېدو بايد حکومت او طالبان اوربند وکړي.
همدارنګه د هلمند ولايتي شورا رييس عطاءالله افغان پژواک ته وويل چې پر عامو خلکو د هوايي بريدونو کول د دولت باور د خلکو پر وړاندې له منځه وړي.
ده اندېښنه ښوده، که سوله ونه شي، نو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه به نوره هم لوړه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن