ګردېز-پلخمري(پژواک، ١١ سلواغه ٩٧): د پکتيا او بغلان ولايتونو پوليسو ١٧٨٠ کيلو ګرامه چرس نيولي چې بغلان کې يې په تور څلور کسان هم نيول شوي دي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د سيدکرم ولسوالۍ په نګرم سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٧٣٠ کيلوګرامه چرس او ١٠٥٠ کيلوګرامه بنګ دانې پوليسو کشف او ترلاسه کړي دي.
ده زياته کړه: ((دغه نشه يي توکي په يو خالي کور ساتل کېدل چې د کشفي راپورنو په اساس ترلاسه شوي دي.))
تبسم وويل چې د دغو نشه يي توکو په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، پوليسو په بغلان کې هم لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت پژواک ته وويل چې تېره شپه پوليسو د پلخمري اړوند، په شمرق سيمه کې پنځوس کيلوګرامه چرس نيولي دي.
د هغه په وينا، دغه چرس په يوه سراچه موټر کې ځاى پرځاى شوي وو چې غوښتل يې کابل ته يې انتقال کړي.
بشارت زياته کړه چې د دغو نشه يي توکو د انتقال په تور څلور تنه هم نيول شوي دي.
د يادونې ده چې څلور ورځې وړاندې هم د بغلان پوليسو دوه تنه د نشه يي توکو د انتقال په تور نيولي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن