ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکي په فراه کې د لسو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي چارواکي په فراه کې د لسو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
1 Feb 2019 - 15:47
امنیتي چارواکي په فراه کې د لسو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
1 Feb 2019 - 15:47

فراه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۷): فراه کې په دوو بېلو عملیاتو کې لس طالبان وژل شوي، اوو ټپیان شوي او اته نور امنیتي ځواکونو ژوندي نیولي دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د دغه خبر د تایید تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په دغو ځانګړو عملیاتو چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره و، د طالبانو د یوه وتلي قوماندان قاري عبدالقادر په ګډون پنځه وسله وال په خاکسفید ولسوالۍ کې وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د دغې ځايي سرچینې په خبره، په دغو عملیاتو کې اته طالبان د هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا نیول شوي هم دي.

خو طالبانو په دې اړه تر اوسه نظر نه دی ورکړی.

بلخوا د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند پژواک ته تایید کړه چې د پښتونکوټ ولسوالۍ په حسن اباد کلي کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې د سیمه ییز طالب قوماندان حافظ عبدالحق د ډلې پنځه کسان وژل شوي دي.  

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه هوايي برید کې د طالبانو دوه موټر بشپړ ویجاړ شوي دي.

په عین حال کې د فراه سیمه ییز طالبا بیا د امنیتي چارواکو دغه ادعا رد کړه او پژواک ته یې وویل چې تېره شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د یوې دیني مدرسې پنځه زده کوونکي وژل شوي، پنځه ټپیان دي او د سیمې ۱۲ کسان افغان ځواکونو له ځان سره بیولي دي.

پژواک هڅه وکړه څو په دې اړه د سیمې د اوسېدونکو نظر واخلي خو هلته د ټيليفوني شبکو د نه فعالیت له امله ونه توانېد.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.