کندوزښار (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۷) : د کندوز لسګونو مخورو مشرانو والي عبدالجبار نعیمي سره په لیدنه کې د خپلسرو وسله و الو دنیولو او بې وسلې کولو غوښتنه وکړه.
د ولایت مقام وایي، چې دغو قومي مشرانو او مخورو نن د جمعې په ورۍځ والي عبدالجبارنعیمي سره په ولایت مقام کې ولیدل خپلې ستونزې یې شریکړې او وړاندیزونه یې وکړل.
هغوی د لیدنې پرمهال په کلکه له دولت او امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د خپلسرو وسلوالو دنیولو او دهغوی د بې وسلې کولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
ددوی په خبره دغه ډله خلک، ګروپونه او اشخاص د کندوز د نا امنۍ لامل شوي.
راغلو قومي مشرانو زیاته کړې، په کندوز کې خپلسرې وسلوالې ډلې ، قوماندانان او اشخاص په غلاؤ، اختطاف، وژنو، د نشه يې توکیو او وسلو په کاروبار کې ښکیل دی او د هر ډول خودسریو ،وژنو، اختطافونو او بې نظمیو تر شاه ددوی لاس دی.
دغه ډله مشران ددې غوښتونکي شول چې امنیتي ارګانونه او مرکزي وزارتونه باید ژر تر ژره خپلسر ې وسلوال بې وسلې او هغوی دقانون منګولو ته راکش کړي،ځکه کړنې يې د انسان ځورنې او عامه نظم دخرابۍ لامل شوي.
د ډاډمن امن دټینګښت په موخه دوی د مکافاتو او مجازاتو د اصل په رعایت ټینګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې دهرې سیمې او حوزې مسؤل دې د بې کیفایتې، ټمبلۍ، بې پروايي او دپېښو د ترسره کیدو پرمهال عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي ،چې دا چاره به د امنیت په تامین او دپېښو د کمیدو په برخه کې اغیزمنه مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن