میمنه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۷): په فاریاب کې سیمه ییز مسوولین د یوه نا مسوول قوماندان چې شخصي زندان یې درلود او هر وخت یې د دغه ولایت له خلکو په زور پیسې اخیستې، د نیولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د مقام له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د فاریاب د ملي امنیت ریاست د ذبیح الله په نوم یو غیر مسوول قوماندان چې د میمنې ښار د اوومې ناحیې اړوند د بي بي اینه په کلي کې یې لس وسله وال کسان درلودل، نیولی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې چې دغه قوماندان یوه ناقانونه پوسته او په کور کې یې شخصي زندان درلود او هر وخت یې خلک ځورول، له هر لاروي او عامو خلکو یې په زور پیسې اخیستې.
سرچینه زیاتوي چې یاد زورواکي تېره ورځ په یوه تازه پېښه کې د عبدالحي په نوم له یوه کس څخه چې د پښتونکوټ د کته لبي کلي اوسېدونکی دی او بي بي اینې کلي ته د خپلوانو کره راغلی و، د پیسو غوښتنه کړې وه، وروسته یې هغه زنداني او وهلی دی، پښې یې ور ماتې کړې او اوس په روغتون کې بستر دی.
د ولایت مقام دفتر د معلوماتو له مخې، قوماندان ذبیح له خپلو دوو کسانو سره اوس په توقیف کې دی او په پوسته کې یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې له دې وروسته هېڅ زورواکی نه شي کولای پر خلکو ظلم وکړي، قانون پر هر ظالم یو ډول پلی کېږي.
خو د قوماندان ذبیح یو خپلوان رحیم رحماني د نوموړي نویل یوه دسیسه بولي او وايي چې هغه رسمي پوسته درولوده، د دولت له خوا ورته لګښت ورکول کېده، د کورنۍ څو غړي یې له طالبانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړي او اوس یې ځکه نیولی چې د طالبانو پر ضد یې فعالیت کاوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن