ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هلمند ښوونځيو کې د کتابونو کمښت  د زده کړو پر بهير منفي اغېز کړى”

“د هلمند ښوونځيو کې د کتابونو کمښت د زده کړو پر بهير منفي اغېز کړى”

author avatar
2 Feb 2019 - 11:28
“د هلمند ښوونځيو کې د کتابونو کمښت  د زده کړو پر بهير منفي اغېز کړى”
author avatar
2 Feb 2019 - 11:28

لښکرګاه(پژواک، ١٣ سلواغه ٩٧ ): په هلمند کې ښوونيز کال له نيمايي تېر شوى، خو تر اوسه له يو نيم ميليون کتابونو څخه يواځې دوه سوه زره يې دغه ولايت ته رسېدلي چې د زده کړو پر بهير يې منفي اغېزې کړې دي.

په دې اړه لښکرګاه کې د شهيد انجنير عبدالمتين عالي لېسې يو تن زده کوونکي قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، دا درېيم کال دى چې درسې کتابونه ورته پوره نه رسېږي.

هغه وايي: ((له اووم نه نيولې دا دى اوس په نهم کې يم، په دې درېيو کلونو کې راته پوره کتابونه نه دي راکړل شوي، ما بيا خپل نور کتابونه له بازاره اخيستي دي، خو ډېر زده کوونکي يې بيا د اخيستو توان نه لري.))

دغه راز يو بل زده کوونکي محمد جان پژواک ته وويل: ((زه اوس په اتم صنف کې يم، په تقسيم اوقات کې لس کتابونه وي، خو مکتب راته درې يا څلور کتابونه راکوي چې دا پر درسونو ډېر بد تاثير لري.))

د نوموړي په وينا، د همدې ستونزې له امله ډېرى زده کوونکي، د کانکور په ازموينه کې له ناکامۍ سره مخ کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه مدني فعال عبدالله جان پژواک ته وويل چې د زده کړو لپاره اساسي شرط کتاب دى، که کتاب نه وي، زده کوونکي په سمه توګه زده کړې نه شي کولاى.

د هغه د معلوماتو له مخې، د هلمند په ډېرو ښوونځيو کې د کتابونو د نشتون د ستونزې ترڅنګ مسلکې ښوونکي هم نشته دي.

د يادو څرګندونو په اړه د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري پژواک ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې دوى ته تر اوسه دوه سوه زره کتابونه رسېدلي چې هغه يې پر زده کوونکو وېشلي دي.

دى وايي: ((موږ يو نيم ميليون کتابونو ته اړتيا لرو خو موږ ته تر اوسه دوه سوه زره رسېدلي دي، چې په هېڅ صورت باندې کفايت نه کوي او علت يې هم معلوم نه دى چې پوره کتابونه ولې تر اوسه نه دي رسېدلي؟))

د صفاري په وينا، ١١٨ زره په دري ليکل شوي کتابونه يې درلودل چې هغه يې د هرات د پوهنې له رياست سره په پښتو ليکل شويو کتابونو تبادله کړي دي.

دى وايي چې دغه تبادله شوي کتابونه له لومړي تر شپږم ټولګي پورې دي چې د وېش لړۍ يې پېل شوې ده.

صفاري دا هم وويل چې يونيسف هم ورسره د ٢٧ زره کتابونو مرسته کړې چې ډېر ژر به يې د وېشلو لړۍ پيل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.