ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد ښار کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړل

په جلال اباد ښار کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړل

author avatar
2 Feb 2019 - 13:59
په جلال اباد ښار کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړل
author avatar
2 Feb 2019 - 13:59

جلال اباد (پژواک،١٣ سلواغه ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله د يوې مېرمنې په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه نن تر غرمې مخکې لس بجې او ۵۰ دقيقې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند درمسال ته څېرمه په يوې هندي ريکشا کې مقناطيسي ماين چاودنه کړې ده.

دی زياتوي، چاودنه کې يوه مېرمن ټپي شوې چې ددرملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوې او بل چا ته زيان نه دی اوښتی.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل هم پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته يوه ټپي مېرمن ور وړل شوې ده.

خو د پېښې يوه عيني شاهد سيف الرحمن پژواک اژانس ته وويل چې چاودنې په ريکشا کې ناسته يوه مېرمن او د سيمې يو دوکاندار ټپيان کړي دي.

نوموړی وايي چې د چاودنې له امله ريکشا او ځينو دوکانونو ته زيان هم اوښتى دى.

د چاودنې مسووليت چا نه دى منلى . دا په تېرو نږدې پنځلس ورځو کې څلورمه چاودنه ده چې جلال اباد ښار کې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.