کابل (پژواک،١٣سلواغه٩٧):تېره مياشت په داسې حال کې افغانستان کې نږدې زر کسان وژل شوي او تر ٨٠٠ ډېر ټپيان دي،چې دسولې خبرې روانې دي او خلک د وينو دغې لړۍ د بندېدو لپاره اوربند ته شېبې شمېري.
وړمه( د٢٠١٨ د دسمبر) مياشت کې په ١٤٠ بېلابېلو بريدونو کې ١١٢١ تنه وژل شوي او ٤٧٥ تنه ټپيان وو،او د روان ميلادي (٢٠١٩) کال د تېرې (جنوري) مياشتې ياده مرګ ژوبله په ١٣١ بريدونه کې اوښتې ده.
دغو شمېرو ته په پام، د وړمې ميلادي مياشتې په پرتله تېره (جنوري) مياشت کې مرګ ژوبله ١٤ سلنه زياته شوې، خو د بريدونو شمېر شپږ سلنه کم شوى دى.
د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چېد روان ميلادي کال په تېره لومړۍ مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې ٩٨٦ کسان وژل شوي او ٨٣٩نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن