د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ايران دسپاه پاسداران پر يوه مرکز بريدشوى

د ايران دسپاه پاسداران پر يوه مرکز بريدشوى

Feb 02, 2019 - 13:45

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٧): د ايران په سيستان بلوچستان ايالت کې ددغه هېواد د ځانګړي ځواک سپاه پاسداران پر يوه مرکز وسله وال بريد شوى دى.

د ايران دفارس اژانس د راپور له مخې، دا بريد نن د سلواغې په ١٣مه، سهار مهال د سيستان بلوچستان ايالت اړونده په نېک شهر ولسوالۍ کې د يادو ځواکونو دالقدس څانګې پر يوه پوځي مرکز شوى .

سرچينې د ځايي چارواکو په حواله ويلي، بريدګر دوه تنه وو، چې پر ياد پوځي مرکز تر بريده وروسته تښتېدلي او پوځ يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

د سيستان ايالت د روغتون سرچينو ويلي، چې په دغه بريدکې يو سرتېرى وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ددغه ايالت په مرکز زاهدان ښار کې هم دوو چاودنو درې تنه ټپيان کړي وو.

د جيش العدل په نامه د ايران يوې وسله والې ډلې ددې بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د ايران حکومت دانقلاب د څلوېښتمې کاليزې د نمانځلو مراسم پيل کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement