ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“غزني کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې”

“غزني کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې”

author avatar
2 Feb 2019 - 15:43
“غزني کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې”
author avatar
2 Feb 2019 - 15:43

غزني ښار(پژاوک، ١٣ سلواغه ٩٧): د غزني اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې چې له امله يې درې ولسوالۍ سقوط شوې هم دي.

شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او يو شپږ ولسوالۍ هم طالبانو ونيولې.

خو د غزني چارواکي وايي چې دا مهال د ناوې، خواجه عمري او اجرستان ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

په دې اړه د خواجه عمري اوسېدونکي رحيم الله د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته.

هغه وايي: ((له هماغه وخته تر اوسه دغه ولسوالۍ له طالبانو سره ده، حکومت يې د بېرته نيولو لپاره هيڅ اقدام نه دى کړى.))

دغه راز د اجرستان اوسېدونکي نور احمد هم پژواک ته وويل چې له پرله پسې بريدونو وروسته طالبانو دغه ولسوالۍ نيولې ده.

نوموړي زياته کړه: ((دلته هيڅ ډول خدمات نشته، حکومت بايد بېرته د دغې ولسوالۍ د نيولو لپاره اقدام وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې ناوه ولسوالۍ بيا له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د طالبانو په کنټرول کې ده.

زنخان، ده یک، اندړ، رشیدان، واغظ، خوږیاڼي، خواجه عمري او جغتو بيا هغه ولسوالۍ دي چې د نا امنۍ له امله يې مرکزونه د غزني ښار نږدې سيمو ته انتقال شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ١٤ ولسوالۍ له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د نوري په وينا، ناوه، اجرستان او خواجه عمري ولسوالۍ سقوط شوي او د زنخان، خوږياڼي، واغظ او رشيدانو ولسواليو مرکزونه غزني ښار ته انتقال شوي دي.

دى وايي چې د اندړ، ده يک او جغتو ولسواليو مرکزونه بيا په ولسوالۍ کې دننه نورو سيمو ته انتقال شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.