کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٧): ولسمشر غني پردې باندې په ټينګار کولو سره چې مهالنۍ سوله نه مني، وايي، هغوی چې نور یې په زور مذاکراتو ته کشوي، زموږ د اتلانو د پاشلو خبرې دې نه کوي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د ځانګړو عملیاتو قول اردو هغه منسوبین تقدیر کړل چې په دې وروستیو کې یې د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ المار کلي کې د ځانګړي عملیات په پایله کې ۳۸ تنه هېوادوال د طالبانو له زندان څخه ازاد کړل.
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د وینا پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ولسمشر له ځانګړې او همېشنۍ پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل: "د دغو عملیات ښېګڼه او ځانګړنه دا وه چې مطلق افغاني وو او ستاسو د هدایت په اساس د دښمن پر ضد په بېلابېلو ولایتونو کې عملیات ادامه لري."
نوموړي زیاته کړه، موخه يې دا ده چې ځانګړي عملیات زیات او مطلق افغاني کړو. د ملي اردو سرتېري هیڅ ډول منفي اوازو ته ارزښت نه ورکوي او تر وروستۍ سلګۍ به د هېواد او نظام د دفاع لپاره خپله مبارزه جاري وساتي.
ورپسې د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ځانګړو عملیاتو قول اردو درې تنو منسوبینو جګړن عبدالقادر، تورن رحمن الله او دویم بریدمن سیدمبارز ته د ډېر ښه پوځي خدمت په خاطر د دولتي مډالونو د ورکړې په اړه د ولسمشر فرمان ولوست.
جمهور رئیس غني د ځانګړو عملیاتو قول اردو یادو منسوبینو ته د مډالونو له ورکړې وروسته وویل، "تاسې هره ورځ د تقدیر وړ یاست او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه تل پر تاسو ویاړم."
هغه زیاته کړه، هر افغان ته معلومه ده چې هیڅ منسوب په ځانګړي ډول کمانډویان د معاش او امتیاز نه، بلکې د هېواد، نظام او ملي ګټو د دفاع لپاره مبارزه کوي.
جمهوررئیس غني وویل: "تاسې د هېواد صادق بچیان یاست او ستاسو په رګونو کې د هېواد د اتلانو وینه بهېږي او د هغوی استازیتوب کوئ، ځکه ستاسو مبارزه د ازاد، باعزته او سرلوړي افغانستان لپاره ده او هر افغان درباندې ویاړي."
د هیواد جمهوررئیس وویل، هغوی چې نور یې په زور مذاکراتو ته کشوي، زموږ د اتلانو د پاشلو خبرې دې نه کوي، که دومره تکړه وي، د انتحار او انفجار پر ځای دې د جګړې په ډګر کې دوی ته ورمخ شي.
نوموړي د ځانګړو عملیاتو قول اردو منسوبینو څخه په مننې کولو وویل: "ستاسو د اتلولۍ له برکته نن یواځې اته دېرش کورنۍ نه، بلکې ټول افغانان له خوښۍ پر تاسو ویاړي."
هغه زیاته کړه، د دغه ځانګړي عملیات ښېګڼه دا وه چې بندیانو او سرتېرو ته یې هیڅ ډول تلفات نه لرل.
غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې د بریدملانو ټول نظریات ورسره شریک شوي او د ستونزو حل ته به یې رسیدګي وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن