د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

څه باندې ١٨٠٠ تنو ته تېره مياشت افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې

څه باندې ١٨٠٠ تنو ته تېره مياشت افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې

Feb 02, 2019 - 15:37

کابل (پژواک،١٣سلواغه٩٧):تېره مياشت په داسې حال کې افغانستان کې نږدې زر کسان وژل شوي او تر ٨٠٠ ډېر ټپيان دي،چې دسولې خبرې روانې دي او خلک د وينو دغې لړۍ د بندېدو لپاره اوربند ته شېبې شمېري.

وړمه( د٢٠١٨ د دسمبر) مياشت کې په ١٤٠ بېلابېلو بريدونو کې ١١٢١ تنه وژل شوي او ٤٧٥ تنه ټپيان وو،او د روان ميلادي (٢٠١٩) کال د تېرې (جنوري) مياشتې ياده مرګ ژوبله په ١٣١ بريدونه کې اوښتې ده.

دغو شمېرو ته په پام، د وړمې ميلادي مياشتې په پرتله تېره (جنوري) مياشت کې مرګ ژوبله ١٤ سلنه زياته شوې، خو د بريدونو شمېر شپږ سلنه کم شوى دى.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چېد روان ميلادي کال په تېره لومړۍ مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې ٩٨٦ کسان وژل شوي او ٨٣٩نور ټپيان دي.

تر لاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٧ تنو لسو ته په مخامخ نښتو،درېيو ته په ځانمرګو بريدونو، او يوه، يوهته په هوايي بريدونو، هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر ټولوډېر (١٧) بريدونه په فارياب، لس، لس په کندهار او ننګرهار، اته، اته په بغلان، هلمند او کابل او پاتې او ٧٠ نور بريدونه په ٢٣ نورو ولايتونو کېشوي دي.

جنوري کېله باميان، دايکندي، پنجشېر، نورستان او پکتيا ولايتونوڅخهدبريدونوراپورنهدىترلاسهشوى.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کېتېره مياشت ټول٩٨٦ کسان وژل شوي او ٨٣٩نور ټپيان دي.

په دغو وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي، چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او خلکو تهمرګ ژوبله نه وي اوښتې، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبلهد جنوري په ١٤مه اوښتې ده.

په دغه ورځ تر ټولو خونړى بريد کابل ښار کې د "ګرين ويلج" په نوم کمپ د موټر بم بريد و.

د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه بريد په هغه سيمه کې و چې غير دولتي سازمانونه او بهرني مېلمستونونه په کې دي. دغه وزارت ويلي چې په ياد بريد کې لس کسان وژل شوي او د ۲۳ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون۱۱۳ نور ټپيان شوي دي، خووسله والو طالبانو چې د بريد مسووليت يې منلى،ويلي چې دغه بريد د بهرنيو ځواکونو پر مرکز شوى چې لسګونه بهرني سرتېري او د هغوى همکاران په کې وژل شوي.

د همدې خونړي بريد له امله، د هېواد په کچه کابلله فارياب وروسته دويم ولايت دى چې تېره مياشت ډېره مرګ ژوبله لري.

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلېد کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تکتيک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې تر سره کېږي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينې نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

افغانستان کې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې هر کال د ګرمۍ په موسم کې جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېره وي، خو د هوا په سړېدو سره کميږي.

که څه هم چې د روان ٢٠١٩ ميلادي کال په جنوري کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله د مرګ ژوبلې په شمېر کې ١١ سلنه کموالى راغلى، خو د وړمې مياشتې په پرتله دغه شمېر شپږ سلنه ډېر شوى دى.

 وړم (٢٠١٧) کال کې ټول شاوخوا ٢٥ زره کسانو، خو تېر کال شاوخوا ٢٧ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د تېرو دوو کلونو د مرګ ژوبلې شمېر ته په پام، په منځنۍ کچه هره مياشت ٢١٤٩ تنه او هره ورځ ٧٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جګړه په داسې حال کې له افغانانو ژوند اخلي، چې په دې وروستيو کې د سولې لپاره هڅې ډېرې شوې دي.

د افغانستان حکومت د سولې د خبرو لپاره يو ټيم او دغه راز يوه مشورتي شورا جوړه کړې، تر څو د سولې عالي شورا تر څنګ د سولې لپاره کار وکړي.

دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څلور ځله د طالبانو له استازو سره په داسې حال کې خبرې کړي چې د افغانستان د حکومت په استازيتوب په کې څوک نه و.

خليلزاد او طالبانو دواړو ويلي چې د دغو خبرو په څلورم، شپږ ورځني پړاو کې چې په قطر کې و، د ځينې مسايلو په اړه پرمختګونه شوي دي.

دغو خبرو، ځينې خلک سولې ته هيله من کړي او له ښکلېو لوريو غواړي اوربند وکړي او د افغانانو د وژلو لړۍ ودروي.

د ميدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحيم وړکی يو له دغو کسانو دى.

 هغه د پژواک په راپور کې د مرګ ژوبلې وړاندې شويو شمېر ته په پام وايي:" زه له ښکېلو غاړو غواړم چې لومړى اوربند وکړي او بيا دې د سولې خبرې کوي، که د سولې خبرې شپږ مياشتې وخت واخلي او اوربند وشي نو د زرګونو افغانانو ژوند به وژغورل شي."

هغه زياتوي:" که فرض کړو چې افغانستان کې هره مياشت زر تنه په جګړو کې وژل کېږي او د سولې خبرو تر برياليتوب شپږ مياشتې مخکې اوربند وشي، نو زرګونه ښځې به نه کونډيږي، زرګونه ميندې به نه بوريږي او زرګونه معصوم ماشومان به د خپلو پلرونو له مينې نه محروم کېږي. نو راځئ لومړى اوربند وکړئ او بيا د سولې خبرې کوئ."

د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی احمدشعيب چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې خپل ورور په يو ځانمرګي بريدکې وژل شوى وايي :" په سوله کې خير او ښېګڼه ده، دا څلور لسيزې په بېلابېلو نومونو خپل افغانان وژنو؛ واقعا دا ډول ژوند له دردونو ډک ژوند دی."

هغه وايي، هر ځل چې کور ته ځي او د خپل ځوانيمرګ ورور ماشومان ويني، د ورور د مرګ درد يې بيا تازه کېږي او پوهېږي چې که دولتي سرتېرى په جګړه کې ژوند له لاسه ورکوي او يا د دولت وسله وال مخالف او ملکي وګړي، کورنۍ يې همداسې درد احساسوي.

دى پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې لپاره افغانانو ته په لاس ورغلى فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانانو د وينو بهېدو د درېدو لپاره قربانۍ ته چمتو شي، سوله وکړي او مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسيږي اوربند وکړي او په دې توګه د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.

ياد دواړه کسان وايي، هر ورځ  خبرونه تعقيبوي چې ګوندې د اوربند زيرى  واوري. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement