سرپل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٧): د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ اجرایيه مدیر محمد طاهر عزیزي په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل، عزیزي داسې مهال وسله والو پر ډزو وواژه چې تېره ورځ د ماښام له لمانځه وروسته د کور خوا ته روان و.
د هغه په خبره، له دې پېښې وروسته د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته وشوه چې له امله یې یو طالب هم ووژل شو.
د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن