ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دایکنډي کې یوه بندي له څلورو ورځو راهیسې غذایي اعتصاب کړی دی

په دایکنډي کې یوه بندي له څلورو ورځو راهیسې غذایي اعتصاب کړی دی

author avatar
3 Feb 2019 - 18:57
په دایکنډي کې یوه بندي له څلورو ورځو راهیسې غذایي اعتصاب کړی دی
author avatar
3 Feb 2019 - 18:57

نیلي (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۷): په دایکنډي کې یوه بندي پژواک خبري اژانس ته د لیک په رالېږلو د دغه ولایت د ښاري محکمې حکم ناعادلانه بللی او ویلي یې دي، له څلورو ورځو راهیسې یې غذايي اعتصاب پیل کړی دی.

د شهرستان ولسوالۍ د غاف کلي اوسېدونکی سید حسین چې د یوه کس په اختطاف تورن دی، په دې لیک کې لیکلي: ((محترم قاضي صاحبانو په غیرعادلانه توګه د ۱۶ کاله او یوه میاشت تنفیذي بند حکم راباندې صادر کړی چې په رښتیا غیرعادلانه او ښکاره بې عدالتي ده.))

نوموړي د دې په روښانولو چې تر څو يې چې په دوسیه کې عدالت ته پام ونه شي، له غذایي اعتصابه به لاس وانخلي، د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې د دغه ډول بې عدالتیو مخه ونیسي.

په همدې وخت کې د دایکنډي د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر مسوولینو د دغه بندي غذايي اعتصاب منلی او وايي، دغه کس څلور ورځې مخکې (د سلواغې ۱۰ مه) غذایي اعتصاب پيل کړی دی.

په دایکنډي کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر سرپرست محمد حسین حیدري وویل، له مرستندویه بنسټونو سره یې د دغه کس د غذایي اعتصاب د پای ته رسولو او د هغه دوسیې ته د بیا رسېدو همغږي کړې ده.

بلخوا د دایکنډي د محاکمو رییس ابوبکر صدیقي وویل، سیدحسین په سړي تښتونه او اختطاف تورن دی او دوسیه یې د څارنوالۍ له خوا ښاري محکمې ته لېږل شوې وه چې ښاري محکمې یې د قانون په رڼا کې په اړه حکم صادر کړی او نوموړی په ۱۶ کاله او یوه میاشت تنفیذي یند محکوم شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه حکم قطعي او وروستی نه دی، بلکې نوموړی کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي.

د قاضيانو د حکم په اړه اندېښنې د قضیې یو اړخ او د خپلو حقونو د تر پښو لاندې کېدو په اړه د زندانیانو شکایت د قضیې بل اړخ دی چې څه موده مخکې د دایکنډي یو شمېر زندانیانو د دغه ولایت رسنیو ته په سرخلاصي ډول لیکلي و.

د مدني ټولنې یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې د زندانونو او نظارت خونو د قانون او کړنلارو په پام کې نیولو سره د زندانیانو لپاره ځانګړي حقونه په نظر کې نیول شوي، خو د دایکنډي په زندان کې دغه حقونه د زندان د منسوبینو له خوا تر پښو لاندې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.