ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې له ٩٠٠ زيات نوي ښوونکي پر دنده ګومارل کېږي

پکتيا کې له ٩٠٠ زيات نوي ښوونکي پر دنده ګومارل کېږي

author avatar
3 Feb 2019 - 14:01
پکتيا کې له ٩٠٠ زيات نوي ښوونکي پر دنده ګومارل کېږي
author avatar
3 Feb 2019 - 14:01

ګردېز (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٧): د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي، په راتلونکي تعليمي کال به په دغه ولايت کې څه باندې نهه سوه ښوونکي پر دنده وګومارل شي چې په دې سره به تر ډېره د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.

د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې سربېره به د درې سوه تقاعد يا مړه شويو ښوونکو پر ځای هم نوي ښوونکي وګومارل شي.

د نوموړي په خبره، په نويو ګومارل کېدونکو ښوونکوکې لومړيتوب د اړوندو برخو مسلکي ليسانس ځوانانو او په دويم قدم کې د دارالمعلمين فارغانو ته ورکول کېږي.

ده زياته کړه:((موږ په تشکيلاتي لحاظ ضرورت لرو چې زر بستونه راکړل شي. اوس ۶۱۰ بستونه د وزارت له خوا راکړل شوي، ۳۰۰ بستونه، متقاعدين، وفات شوي او ترک وظيفه ښوونکي لرو، چې دا تقريبا ۹۰۰ کېږي او له دې برعلاوه شاوخوا دوه سوه نورو بستونو ته اړتيا ده.))

د پوهنې رييس وايي، د دې ښوونکو له ګومارنې سره سم به د زده کړو کيفيت ډېر ښه شي.

ځاځي وويل، پر دې کابو ۹۰۰ ښوونکو سربېره لا هم د شاوخوا دوه سوه نورو نارينه او ښځينه ښوونکو بستونو ته اړتيا ده چې بايد وزارت يې منظور کړي.

دی وايي: ((په ۱۳۹۷ کال کې موږ د مرکز په شمول په څو ولسواليو کې نجونې فارغانې لرلې، زموږ لومړيتوب ښځينه ښوونکې دي، که موږ ته يې مراجعه وکړه، د يو شفاف امتحان له مخې به يې په مرکز او ولسواليو کې پر دندو وګومارو.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا هم د نويو ښوونکو ګومارل کېدل د زده کړو د پوښـښ د ځواکمنېدو او کيفيت لپاره ګټور ګام يادوي او ټينګار کوي چې دپوهنې وزارت بايد د ښوونځيو نورو اړتياوو پوره کېدو ته هم جدي پام وکړي.

د دې شورا مرستيال ايوب غروال پژواک ته وويل چې په پکتيا کې ښوونځي لا هم ګڼې ستونزې او اړتياوې لري، چې د ښوونيز تعليمي کال تر پيل پورې يې بايد ممکنه حل ته تدابير ونيول شي.

ده زياته کړه: ((ښوونکی د زده کړې يو عمده عنصر دی، خو هر څه په دې نه خلاصه کېږي، کتابونه، درسي مواد، د ښوونځيو ودانۍ او احاطې، لابراتوارونه، د خپلو برخو مسلکي استادان، ښځينه استادان او نورې مسئلې شته. وزارت بايد د نوي تعليمي کال تر پيل کېدو پورې يادې ځينې ستونزې لکه لابراتوارونه او د هغو مواد، کتابونه او بعضې نور حل کړي.))

همدارنګه مدني فعال عبدالله همدرد وايي، پوهنې رياست او نورې اړوندې ادارې بايد پر مرکز سربېره ډېره پاملرنه ولسواليو او په لرې پرتو سيمو کې د تعليمي حالت ښه والي ته وکړي.

نوموړى اوسمهال تعليمي حالت خورا ناوړه يادوي او وايي چې ان په مرکز کې ګڼې تعليمي نيمګړتياوې شته چې بايد د کال له پيل مخکې او د درسونو له پيل سره سم يې د حل لپاره اقدام وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.