ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بورې او قزاقي اوړو بیې ټيټې شوې دي

د بورې او قزاقي اوړو بیې ټيټې شوې دي

author avatar
3 Feb 2019 - 13:25
د بورې او قزاقي اوړو بیې ټيټې شوې دي
author avatar
3 Feb 2019 - 13:25

 کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ٩٧): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د بورې او قزاقي اوړو بیې ټيټې شوې، خو د عربي سرو زرو بیه  پورته شوې ده.

 د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس فضل الرحمن پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرمه پاکستانۍ بورې بیه له ۱۷۲۰ افغانیو څخه ۱۶۸۰ افغانیو ته راکمه شوې او پنځوس کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه له۱۳۳۰ څخه ۱۳۲۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

 د ده په خبره، په پاکستان کې د بورې د بیې د کمېدو له امله په کابل کې هم د بورې بیه ټيټه شوې ‌ده.

 خو نوموړی وايي، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده توګه د ۲۴ کیلو ګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

 دغه زار د یاد ښار د منډوي چاى پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو شین اندونېزیايي چاى په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

 د ځینو موادو عمده پلور په ځینو مواردو کې له پرچون پلور سره لږ خو په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د دیارلسم سړک خوراکه پلورونکی احمد صمیم وايي، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۴۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سیله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چاى په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

خو د عربي سرو زرو بیه پورته شوې ده.

د کابل ښار د تمورشاهي یو زرګر حاجي احمد فواد صالح زاده وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۵۵۰ افغانیو ته زیاته شوې ده.

خو نوموړی زیاتوي، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو ګرام روسي سره زر په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون موادو بیو تغیر نه دی کړی.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول په ۴۹ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۸ افغانۍ پلورل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.