ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده

لوګر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده

author avatar
3 Feb 2019 - 12:39
لوګر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده
author avatar
3 Feb 2019 - 12:39

پل علم(پژواک، ١٤ سلواغه ۹۷): د لوګر د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې د قانون د نه حاکميت له امله په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د تېرکال په پرتله ٣٠ سلنه لوړه شوې ده.

د لوګر د ښځو چارو رييسې شيما زرګر د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې د عامه پوهاي ډېر پروګرامونه ترسره شوي، خو بيا هم د تاوتريخوالي کچه سږکال لوړه شوې ده.

د نوموړې دمعلوماتو له مخې، تېرکال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٧٠ پېښې ثبت شوې وې، خو سږکال دغه شمېره سلو ته لوړه شوې ده.

زرګر وايي چې په دې پېښو کې ځانه وژنه، وهل، طلاق، له کوره تېښته، اجباري ودونه او په بدو کې ورکول شامل دي.

دې وويل: ((په ولسواليو کې د قانون نه حاکميت او له خپلو حقونو څخه د ښځو بې خبري د دې لامل شوې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې سږکال ډېرې شي.))

هغې دا هم وويل چې ځينې نورې وړې قضيې هم د دوى رياست ته راجع شوي، خو جانبينو ته د قناعت په ورکولو سره يې حل کړې دي.

زرګر زياتوي: ((په پنځو ولسواليو کې مې د ښځو لپاره د ښځو شوراګانې جوړې کړي، خو د کلتوري او امنيتي ستونزو له امله د ضرورت په وخت کې ښځې ورته مراجعه نه شي کولاى.))

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه د بره کي برک ولسوالۍ د پل جوګي سيمې اوسېدونکې عاطفې پژواک ته وويل:((په کور کې مې ژوند ډېر تريخ دى، هر وخت د خواښې او خاوند له لوري وهل کېږم، پس له ډېره وخته وتوانېدم چې دلته رياست ته راشم او خپل شکايت وکړم.))

دې وويل چې پلار يې د لوړ ولور په بدل کې په يوه ګڼ مېشته کور کې مېړه ته ورکړې چې پرته له کوم دليله هره ورځ وهل کيږي.

عاطفه زياتوي:((هيڅ مې ګناه معلومه نه وي،کله مې داسې وهي چې بې هوښه کيږم، بيا مې شفاخانې ته وړي، درې کاله مې په دې کور کې سخت ژوند تېر کړى دى.))

نوموړې وايي چې په لوګر کې ډېرې نورې مېرمنې هم د دې له برخليک سره مخ دي،خو نه شي کولاى چې خپل غږ تر اړوند مراجعو پورې ورسوي.

دغه راز په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره جدي او اړينه مبارزه نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.