ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې له ۲۷۰۰ بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

ننګرهار کې له ۲۷۰۰ بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

author avatar
3 Feb 2019 - 17:04
ننګرهار کې له ۲۷۰۰ بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه
author avatar
3 Feb 2019 - 17:04

جلال اباد (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۷): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له لوري د يوشمېر موسسو په همکارۍ د شينوارو د شپږو ولسواليو له ۲۷۰۰ څخه زياتو جګړه ځپلو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه.

د نغدي مرستو د وېش دغه لړۍ د ولسمشر د سلاکار قمر الدين شينواري  له لوري پيل شوه چې په لومړي پړاو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند ۴۴ کورنۍ ترې برخمنې شوې .

د ولسمشر سلاکار قمر الدين شينواري وويل چې د تېرو څو کلونو جګړو له امله د دغه ولايت د شينوارو زون اړوند شپږ ولسوالۍ سختې ځپل شوې دي.

دی وايي، جګړو کورنۍ بې ځايه کړي، کورونه نړېدلي، عامه ځايونه يې ړنګ کړي چې د ډېرو مرستو ترڅنګ بيا رغونې ته اړتيا لري.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قومي وويل، د شينوارو زون د شپږو ولسواليو هسکې مېنې، نازيانو، غني خېلو، دوربابا، اچين او سپين غر ۲۷۱۲ بې ځايه شويو جګړه ځپلو کورنيو سره يې د مرستې لړۍ پيل کړه.

د نوموړي په وينا، د دغو مرستو په لومړۍ ورځ د ۴۴ کورنيو هرې يوې ته ۲۴ زره افغانۍ ورکول کېږي چې ټولې يو ميليون او ۵۶ زره افغانۍ کېږي.

نوموړی وايي، دا مرستې د NRC موسسې په همکارۍ د شپږو نورو موسسو له لوري ورکول کېږي او د يادو کورنيو د سروې چارې هم همدغه موسسې کوي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی ديدار چې د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې مېشت شوی وايي، کورنۍ يې لا نورو مرستو ته اړتيا لري.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، ننګرهار کې شاوخوا ۸۳ زره کورنۍ د جګړو له وېرې بې ځايه شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.