غزني-پلخمري (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٧ ): پوليسو په غزني کې ٥٠ قيلون خونې وتړلې او بغلان کې يې څه باندې پنځوس کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړل.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل نن د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې پوليسو په غزني ښار کې پنځوس قيلون خونې تړلې دي.
هغه وويل: ((د خلکو د غوښتنې په اساس مې دا کار کړى ، ځکه په دې وروستيو کې له دې قيلون خانو څخه ډېر شکايتونه شوي وو.))
خو د غزني ښار اوسېدونکى نورالله بيا وايي چې دغه قيلون خونې د لنډې مودې لپاره تړل کيږي.
ده زياته کړه: ((هر قوماندان چې راشي دا قيلون خانې تړي، بيا څه موده وروسته بېرته په فعاليت شروع کوي، له دې کاره يو رشخند جوړ شوى دى.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، بغلان کې پوليسو لسګونه کيلوګرامه چرس نيولي دي.
په دې اړه د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع رسنيو ته وويل چې پوليسو تېره شپه د پلخمري ښار اړوند د شمرق په سيمه کې له يوه موټر څخه ٥٢ کيلوګرامه چرس ترلاسه کړي دي.
هغه وايي: ((دغه مواد يې په کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړي و چې پوليسو ترلاسه کړي او چلوونکى يې هم ورسره نيول شوى دى.))
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې هم د بغلان پوليسو لسګونه کيلوګرامه چرس نيولي و چې په تور يې څلور تنه هم نيول شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن