فراه (پژواك، ١٤ سلواغه ٩٧): د فراه امنیه قومانداني د دغه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د څلور طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د سیمې یوه اوسېدونکي هم د شمېر له ښودلو پرته طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله تايید کړه، خو طالبان وايي چې په دې پېښه کې څلور ملکیان وژل شوي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد لس طالبان په انار دره ولسوالۍ کې د طالبانو د سیمه ییز قوماندان ملا ناصر کسان وو چې تېره شپه د فراه د انار درې ولسوالۍ په ګورګک کلي کې وژل شوي او ټپیان دي.
د ده په خبره، دغه عملیات د کومانډو د ځانګړې قطعې ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت ځواکونو په هوايي همکارۍ ترسره کړي دي.
د اناردرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالناصر وویل، په یادو عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.
خو د فراه سیمه ییز طالبان خپلو کسانو ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي او وايي، په دغه برید کې څلور ملکي کسان وژل شوي دي.
د فراه سیمه ییزو مسوولان درې ورځې مخکې هم د دغه ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د پنځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن