ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: هلمند او غزني کې  ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: هلمند او غزني کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
3 Feb 2019 - 15:46
چارواکي: هلمند او غزني کې  ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
3 Feb 2019 - 15:46

لښکرګاه-غزني(پژواک،۱۴سلواغه ۹۷):امنيتي چارواکي وايي چې هلمند او غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په نهرسراج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

ده وويل چې په دې جګړه کې د يوه قوماندان په ګډون اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

بل لورته د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالولي پژواک ته وويل چې هوايي ځواکونو په مارجې او ګرشک ولسواليو بريدونه کړي دي.

ده زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې تېره شپه په مارجې او ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو نهه امنيتي سرتېري وژلي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي چې تېره شپه د مرکز اړوند ارزو سيمې ترڅنګ د غزني-پکتيکا پر لويه لار او ګيرو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

دى وايي چې په دې جګړو کې يو طالب وژل شوى او څلور طالبان او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.