ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کندهار کې هوايي برید د دوو ځانمرګو په ګډون ۱۳ وسله وال وژلي”

“کندهار کې هوايي برید د دوو ځانمرګو په ګډون ۱۳ وسله وال وژلي”

author avatar
3 Feb 2019 - 18:09
“کندهار کې هوايي برید د دوو ځانمرګو په ګډون ۱۳ وسله وال وژلي”
author avatar
3 Feb 2019 - 18:09

کندهار (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۷): په کندهار کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هوايي برید کړی چې پر مهال یې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

دغه برید تېره شپه د يادې ولسوالۍ په وچ باختو سیمه کې شوی دی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې بهرنیو ځواکونو د شاولیکوټ د وچ باختو په سیمه کې یوه ډله وسله وال له هوا څخه په نښه کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دې برید کې د دوو ځانمرګو په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي او د هغوی وسلې او یو شمېر وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

د ده په خبره، دغه هوايي برید د دقیقو معلوماتو پر بنسټ شوی او نور چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شاولیکوټ ولسوالي  له کندهار ښار  څخه  ۴۰ کیلومتره لرې شمال  لور ته  واقع ده چې له تېرې څه مودې راهیسې په کې د وسله والو خلاف علمیات روان دي.

په دغو عملیاتو کې تر دې مهاله لسګونه وسله وال وژل شوي او د ځنګل په ګډون ډېرې سیمې له وسله والو پاکې شوې دي.

چارواکي وايي، په دې ولسوالۍ کې پيل شوي عملیات د کندهار د ګڼو ولسوالیو او کندهار- اروزګان لارې د امنیت لپاره مهم دي، ځکه د دغې ولسوالۍ له یو شمېر سیمو وسله والو د خپلو روزنیز مرکزونو په توګه کار اخیست.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.