خوست ښار (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۷): د ٥٥ ميليونه افغانيو په لګښت د خوست د نجونو د مرکزي کثیرالرشتوي انستيتيوت لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
د نجونو د کثیرالرشتوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ددغه انستيتيوت ودانۍ د خوست ښار لوېديځ لورته د حلقوي سړک پرغاړه د ازادۍ مېنې ښارګوټي ته څېرمه د هندوستان هېواد په مالي مرسته په عصري او مجهز ډول جوړېږي.
د خوست د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر فخرالله ددغې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پردې ودانۍ ۵۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به يې په ۱۸ مياشتو کې بشپړې شي.
دی وايي: ((دا پروژه په حقيقت کې دوه تعميره لري چې يو ۳۰ ټولګي او بل ۱۴ ټولګي لري، چې زموږ ډېر مشکل ورسره حل کيږي چې خاص د نجونو لپاره دی او په دې کې ۱۴ رشتې موجودې دي چې د اوس لپاره يې دوه رشتې اداره مديريت او کمپيوټر ساينس فعال دي او د تعمير او د تشکيل د نشتون له امله نورې رشتې تراوسه غيرفعاله دي، انشاالله راتلونکي کې به ټولې رشتې فعالې شي.))
په همدې حال کې د خوست والي محمد حليم فدايي د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک اژانس ته وويل چې د منظم تدريسي چاپيرال شتون د باکيفيته تعليم د حاصلولو لپاره مهم او اړين اصل بلل کيږي.
هغه وايي، دغه ودانۍ چې د هندوستان په مالي مرسته جوړيږي چې له برکته به يې د دې کثیرالرشتوي انستيتيوت زده کوونکي د ښه تدريسي چاپيرال خاوندان شي.
فدايي زياته کړه: ((موږ چې کله غواړو باکيفيته تعليم ولرو او له کيفي او کمي پلوه زموږ تعليمي موسسات غښتلي وي بايد د هغوی لپاره مساعد کاري او تدريسي چاپيريال هم شتون ولري، چې دغه ودانۍ به د دغسې يو چاپيريال په رامنځته کولو کې ډېر ګټور ثابت شي.))
دا مهال د خوست د تخنيکي او مسلکي زده کړو امريت په چوکاټ کې ۱۰ تعليمي ادارې فعالې دي، چې پنځه يې انستيتيوت او پنځه نور يې لېسې دي.
د مسوولينو په وينا چې له دې ډلې د تخنيکي او مسلکي زده کړو دوه انستيتيوتونه او يوه لېسه خپلې ودانۍ لري او پاتې نور په کرايي کورونو کې خپل فعاليت مخته وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن