ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چک ولسوالۍ کې د پوهنتون د يو استاد کور په بمونو الوځول شوى دى

په چک ولسوالۍ کې د پوهنتون د يو استاد کور په بمونو الوځول شوى دى

author avatar
3 Feb 2019 - 15:05
په چک ولسوالۍ کې د پوهنتون د يو استاد کور په بمونو الوځول شوى دى
author avatar
3 Feb 2019 - 15:05

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۷): د پوهنتون يو استاد وايي، دولتي او بهرنيو ځواکونو يې د وردګو په چک ولسوالۍ کې نيمه شپه د کورنۍ غړي له کوره ايستلي او کور يې په بمونو الوځولى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي چې دغه عمليات دوى نه دي کړي او د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر بيا وويل چې په دې اړه معلومات نه لري.

د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ د خليلي د ولو خېلو سيمې اوسېدونکی او د کندهار پوهنتون استاد محمد شفيق عمري پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو د سلواغې په شپږمه شپه د هغه پر کور چاپه ووهله.

هغه وايي چې دغو ځواکونو د هغه د کورنۍ غړي د شپې په سړه هوا کې له کور څخه اېستلي او کور يې په بمونو الوځولى او بمبارد کړى دى. دى وايي چې د کورنۍ غړي يې دا مهال د خپلوانو په کور کې اوسيږي.

محمد شفيق عمري وويل، ډېره ناروا ورسره شوې ده؛ ځکه چې هغه د دولت له وسله والو مخالفينو سره هېڅ اړيکه نه لري.

دى چې دا مهال په هند کې ماسټري کوي، وايي :"حکومت بايد راته زما د کور د ورانولو د علت ځواب راکړي، که زما کورنۍ تروريستان وو نو بيا دې تروريستان ولې له کور څخه بيرون کړل او کور دې بمبار کړ، که داسې نه وي، زما د کور په اړه هر چا چې درته ناسم معلومات درکړي، هغه کس به راته د عدالت مېز ته راولې او حساب به ورسره کوې. نور زه خپله بې وسي نه شم تحمل کولی، نور زه خپل تحصيل ته د پاى ټکى ږدم، زه بايد د خپلې مظلومۍ پوښتنه وکړم."

عمري زياتوي:" که حکومتي چارواکي زما د بې وسۍ غږ نه اوري او هغه کس د عدالت مېز ته راکش نه کړي چا چې زما د کور په اړه ورته ناسم معلومات ورکړي، خپله دولتي دنده پرېږدم او د حکومت خلاف د طالبانو ليکو ته ورځم."

د سيمې يو تن اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، هم تاييدوي چې دولتي ځواکونو د محمد شفيق عمري د کورنۍ غړي د شپې له کوره ايستلي وو او کور يې په بمونو الوځولى دى.

پژواک خبري اژانس د ميدان وردګو ولايت له امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي سره اړيکه ټينګه کړه تر څو د عمري پر کور د چاپې په اړه ترې وپوښتي، خو هغه وويل چې دا عمليات د ملي اردو ځواکونو کړي او بايد له هغوى سره خبرې وشي، خو د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې دا بريد د ملي اردو ځواکونو نه دى کړى.

د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر يو غړى وايي چې د ياد بريد په اړه معلومات نه لري.

د ده په وينا، دغه رياست چې کله عمليات تر سره کړي په اړه يې اعلاميه خپروي، خو که چېرې عمليات تر سره شوي وي او اوپراتيفي چارې يې پاتې وي، په اړه يې چا ته معلومات نه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.