پلخمري (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٧): د سالنګ لويه لار د اورښت، سخت توفان او واورې ښويېدنې له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې او په لاره کې بند يو شمېر مسافر ژغورل شوي دي.
دسالنګ لارې د ساتنې او څار نې مسوول انجنیر عبدالبصیر حبیبي د سلواغې په ۱۵مه پژواک خبرى اژانس ته وویل چې تېره شپه په شمالي او سوېلي سالنګ کې له توند باد سره مل واوره ورېده او په شمالي سالنګ کې واورې هم ښويېدلې دي.
دى وايي چې په شمالي سالنګ کې يو شمېر مسافر هم بند پاتې وو، خو ژغورل شوي دي.
هغه وويل چې په شمالي سالنګ کې توفان او اورښت دوام لري او لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغه په وينا، اورښت او توفان د لارې پاکولو دکاري ډلې چارې له خنډ سره مخ کړي دي، ځکه چې د ليد ساحه صفر ته رسېدلې ده.
حبيبي وايي، ترهغه چې توفان او اورښت نه وي درېدلى، د يادې ډلې کارکوونکي سیمه کې کار نه شي کولای؛ نو ځکه نه شي ويلاى چې دغه لار به تر کومه وخته بنده وي.
په تېره یوه میاشت کې دا څلورم ځل دی چې د سالنګ لويه لار د واورو له امله د ترافیکو پرمخ تړل کیږي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن