ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې د روانو هڅو په اړه د افغان سمون ټولنې دریځ

د سولې د روانو هڅو په اړه د افغان سمون ټولنې دریځ

author avatar
4 Feb 2019 - 11:32
د سولې د روانو هڅو په اړه د افغان سمون ټولنې دریځ
author avatar
4 Feb 2019 - 11:32

کابل-افغانستان

۱۵/۱۱/۱۳۹۷

په هېواد کې د سراسري سولې د ټینګښت لپاره هر ډول مثبتې هڅې چې په پایله کې یې روانې جګړې ته چې اوسمهال یې ټول قربانیان یوازې او یوزاې افغانان دي، د پای ټکی کېښودل شي، زموږ د هېواد امنیتي، پوځي، ملکي او خدماتي جوړښت پکې زیان و نه مومي، دولتي نظام او چوکاټ مو د تېرو لسیزو په توګه یو ځل بیا له ړنګېدو او ورانېدو سره مخامخ نه شي، د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا مو تر پښو لاندې نه شي او یو ځل بیا مو پر برخلیک د سیمې او ګاونډي هېوادونه لوبې ونکړي، نه یوازې موږ ته بلکې ټول افغان ولس ته د منلو وړ دي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره موږ مخکې هم د خپل وس تر حده زیار ایستلی دی او په راتلونکې کې به هم خپلو هڅو ته ادامه ورکوو.
پورته حقایقو او د سولې روان بهير ته په پام سره چې په چټکۍ سره پکې تحولات او بدلونونه رامنځته کيږي، نوې موضوع ګانې راڅرګنديږي، نوي لوبغاړي او نوي لوري رامخته کيږي، د سمون ټولنې ټول غړي خپل دریځ او غوښتنې په لاندې توګه څرګندوي.

د سولې په روان بهير کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوو چې د داسې سولې لپاره کار وکړي چې ټول افغان ولس ته د منلو وړ وي، افغان سوله بايد د نورو هېوادونو د غوښتنو چې له تاريخي پلوه يې په افغانستان کې تل منفي لاسوهنه کړې ده، قرباني نه شي. دغه راز له ښکېلو خواوو غوښتنه کوو چې هر لورې بايد د سولې پر روان بهير خپلې داسې ناممکنه او ناشونې غوښتنې ونه تپي چې نه يوازې د سولې د روان بهير ته خنډونه پيدا کوي، بلکې له ناکامۍ سره يې مخامخ کوي. څلور لسيزې کيږي چې افغانان د جګړې او تاوتريخوالي په اور کې سوځي او د دې جګړې دوام نور د هيچا د زغم وړ نه دی. د ټولو ښکېلو خواوو اخلاص او زړه سوی کولای شي نور دې روانې غميزې ته د پای ټکی کېږدي.

څرنګه چې پورته يادوونه وشوه، موږ د سمون غړي او په ټوليزه توګه افغان مسلمان ولس سولې ته لېواله يو، خو تاريخي حقايقو ښودلې ده چې د شخصي، ډلييزو او د نورو تپل شويو غوښتنو مطرح کول او د سولې په مذاکراتو کې يوازې پر خپلو ګټو تمرکز د سولې د بهير د ناکامۍ لامل کيږي. له همدې امله له ټولو ښکېلو خواوو څخه مو هيله دا ده چې په هر بحث، هره ناسته او هر بهير کې د دې کړېدلي او دردېدلي مسلمان او باعزته ملت ګټې په پام کې ونيسي او هيڅکله داسې اقدام ونکړي چې د دې هيواد او ملت په زيان تمام شي.

موږ ټول په دې عقيده يو چې بايد د سولې هر ډول هوکړه او تړون زموږ د نظام او روان ولسواک بهير او دولتي جوړښتونو د پياوړتيا لامل شي. هره هغه سوله چې چې په پايله کې يې د سولې ترنامه لاندې داسې يوه معامله ترسره کيږي چې موجوده جوړښتونه له ړنګېدو سره مخامخ کوي، د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښوي، افغانان بيا د ګاونډيو هېوادونو خيرات ته کينوي او هېواد مو بيا لکه د تېر په څېر د ثبات او ټيکاو پرځای خپلمنځيو جګړو او شخړو په لور بيايي، موږ ته د منلو نه ده او ښکېلې خواوې بايد په دې برخه کې له پوره دقت، هوښيارتيا او فکري پراختيا څخه کار واخلي. بايد موږ ټولو له تاريخ څخه عبرت اخيستلی وي چې بيا د تېرو لسيزو ناخوالې تکرار نه شي، خلک او هېواد مو بيا هغه ترخه واقعيتونه يوځل بيا تجربه نکړي.

د هېواد له سياسي قشر څخه په کلکه غوښتنه لرو چې د سولې په روان بهير کې په رغنده رول لوبولو سره دغه بهير لا ګړندی کړي. له هر سياسي مشر څخه مو غوښتنه دا ده چې د ډلييزو، توکميزو، ژبنيو، سمتي او شخصي ګټو د خونديتابه پرځای، ملي او ټوليزو ګټو لپاره خپله ژمنتيا ثابته کړي. له موجوده حکومت سره اختلاف بايد د دې لامل نه شي چې دوی د نورو په اشاره خپل نظام او سياسي، اداري او امنيتي جوړښتونه وننګوي او يا يې پر سر معاملې ته حاضر شي. که چېرې موږ ټول په يوه خوله او يو آواز د هېواد د ملي ګټو ساتونکي شو، ډاډمن يو چې د سولې روان بهير به د داسې برياليتوب په لورې رهبري شي چې زموږ او زموږ د راتلونکي نسل ګټې به پکې خوندي وي او زموږ د ټولو د وياړ لامل به شي.

په جګړې کې پر ښکېلو خواوو که طالبان دي، که افغان حکومت او که بهرني ځواکونه غږ کوو چې د سولې په روان بهير کې له بشپړ اخلاص او صداقت څخه کار واخلي، له ناممکنه غوښتنو څخه لاس پر سر شي، له سپکوونکو او توهينوونکو الفاظو له کارولو څخه ډډه وکړي، لومړنۍ هڅه بايد دا وي چې بين الافغاني سولې او مذاکراتو ته لاره هواره شي، که هر ډول بحث کيږي بايد د ټولو ښکېلو خواوو سره ورباندې سلا مشورې ترسره شي. له تاريخي پلوه موږ ته ثابته شوې ده چې هغه تړونونه چې يو لوری پکې شتون ونلري او يا يې شتون ته اهميت ورنکړل شي، وروسته له ځانه سره ستونزې لري. د بُن كنفرانس يوه ستونز همدا وه چې د جګړې يو لوري ته پکې ځای نه و ورکړل شوی، که دغه تجربه بيا د يو لوري (حکومت) په نه شتون کې تکراريږي نو مطمئن يو چې پايله به يې مثبت نه وي.

د سولې د بهير د برياليتوب لپاره چې هر ډول هوکړه رامنځته کيږي بايد ګټه يې ټولو افغانانو ته ورسيږي. د داسې سولې د ټينګښت لپاره صبر، حوصلې، زغم او له خپل دريځ څخه تېرېدنې او انعطاف ته اړتيا ليدل کيږي. له طالبانو او افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې سوله د دواړو خواوو او بلکې د ټول ملت بريا ده او دې بريا ته د رسېدو لپاره بايد دواړه لوري تېرو تجربو ته په پام سره له انعطاف څخه کار واخلي، هر ډول مشترک کار ته چې د ملت ښېګڼه پکې خوندي وي، غاړه کيږدي، دواړو خواوو ته بايد د قدرت ساتنه لومړيتوب نه بلکې د سولې د بهير برياليتوب لومړيتوب ولري.

په پای کې له ټول افغان ولس څخه په کلکه غوښتنه لرو چې د باعزته او تلپاتې سولې لپاره خپلو هلو ځلو او ملاتړ ته دوام ورکړي او هر هغه لوری چې پخپله يا د نورو په لمسون د دې هېواد د برخليک سره لوبې کوي، مخنيوی يې وکړي او په پوره يووالي او وحدت سره د نورو د لاسوهنو او ورانکارو کړنو مخنيوی وکړي.
تل دې وي افغانستان!
ژوندی دې وي افغانستان

افغان سمون ټولنه

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.