ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې د ۱۸ رسنیو فعالیت وځنډول شو

په غور کې د ۱۸ رسنیو فعالیت وځنډول شو

author avatar
4 Feb 2019 - 19:46
په غور کې د ۱۸ رسنیو فعالیت وځنډول شو
author avatar
4 Feb 2019 - 19:46

فیروزکوه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۷): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په دې ولایت کې د ځینو چاپي رسنیو فعالیت د جواز نه تمدید له امله، ځنډول شوی دی.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فخرالدین اریاپور، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې ولایت کې د ۱۸ رسنیو فعالیت له دې امله ځنډولی چې په تېرو دوه  کلونو کې یې فعالیت نه درلود او خپل جوازونه یې هم تمدید کړي نه وو.

نوموړي زیاته کړه، د هغو رسنیو فعالیت چې ځنډول شوی او د جواز تمدید لپاره اقدام و نه کړي، جوازونه به یې لغوه شي.

د هغه په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، وړاندې له دې چې د یادو رسنیو فعالیت وځنډوي، هغوی ته یې څو ځله خبر ورکړی و؛ خو د رسنیو مسوولینو د ستونزې حل لپاره هیڅ اقدام و نه کړ.

له بل پلوه د غور په مرکز فیروزکوه کې هم د څو رسنیو مسوولین دا مني چې په تېرو دوه کلونو کې د مالي لګښت نه شتون، په خصوصي او دولتي چاپ خونو کې د لوړو لګښتونو له امله له فعالیت څخه پاتې دي، نو ځکه نه دي توانېدلي څو خپل جوازونه تمدید کړي.

د حس په نوم د میاشتنۍ رسنۍ مدیر مسؤول یارمحمد باور، پژواک خبري اژانس ته وویل، سره له دې چې په تېرو کلونو کې چاپي رسنیو خپل مینه وال درلودل او لوستونکو ته یې د هغوی په ذوق مطالب برابرول، خو له تېرو دوه کلونو راهیسې د اقتصادي وضعیت په خرابېدو او د مالي لګښت نه ترلاسه کولو له امله، د دوی فعالیت بند شوی دی.

د هغه په وينا، په غور کې د چاپخونې نشتوالی د چاپي رسنیو پر وړاندې بله ستونزه ده، هغوی اړ دي چې خپل توکي د چاپ لپاره کابل یا هرات ته ولېږي چې دا بهیر زیات وخت او لګښت ته اړتیا لري.

نوموړي له حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې له چاپي رسنیو او د هغوی له فعالیت څخه د ملاتړ لپاره دې دوی ته پنځه کلن جوازونه ورکړي.

له بله پلوه د غور فرهنګیانو او لیکوالو د چاپي رسنیو د نه فعالیت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې رسنۍ د دې ترڅنګ چې د اطلاع رسولو په برخه کې مهم رول لري، په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ غوړوي.

د غور ولایت یو فرهنګي معروف سیدي وويل: ((موږ څو کلونه خوشحاله وو چې تر ټولو ښې رسنۍ زموږ په ولایت کې خپريږي؛ خو اوس د زیاتې خواشينۍ ځای دی چې یو شمېر رسنۍ له فعالیت څخه پاتې کېږي و ان فعالیت یې د وزارت له لوري ځنډول شوی دی.))

نوموړی د روان وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د دې ستونزې د هوارۍ لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((که اقدام و نه شي، له فرهنګي رکود سره به مخ شو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.