کندهار، ښرنه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۷): په کندهار کې سلګونو کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي غایبانه جنازه وکړه او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته یې پر پښتنو روان تشدد وغانده.
د جنازې په دغو مراسمو او احتجاجي غونډه کې د کندهار سلګونو ځوانانو، فرهنګیانو، مدني فعالانو او مخورو ګډون کړی وو.
لومړی د جنازې لمونځ ادا شو او وروسته د دغې پېښې د غندنې په موخه احتجاجي لاریون وشو.
لاریون کوونکو ارمان لوڼی د لر او بر پښتون قام شهید وباله د هغه قاتلانو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
دغه راز لاریون کوونکو د "لر او بر یو افغان"، "نر پښتون بهادر پښتون= منظور پښتون" شعارونه ورکول.
د کندهار د ولایتي شوار غړي عطاءالله عطا لاریون کوونکو ته په خپله وینا کې، د کرښې د هغې غاړې پر پښتنو د پنجابي پوځ جبر او تشدد وغانده.
هغه زیاته کړه، د کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه یو وجود دی او د نړۍ هیڅ قوت هغوی نه شي بېلولای.
نوموړي زیاته کړه، منظور پښتون د لر او بر پښتنو رهبر دی او ټول په پوره یووالي د هغه تر شا ولاړ دي.
د کندهار یو مدني فعال منور احمد واحدي وویل، دا ځل لر او بر پښتانه ويښ شوي او د پاکستان حکومت په جبر، تشدد او وژنو نه شي کولی نور له پښتنو څخه د لر او بر د يوځای کېدو روحیه واخلي.
د کمال نجیب په نوم یوه مدني فعال هم د ارمان لوڼي پر وژنه خواشیني وښودله او هغه یې د قام شهید ونوماوه.
هغه غوښتنه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژلو قضيه دې په بې طرفه توګه د نړيوالو ناظرينو له لوري وڅېړل شي.
دغه راز ده پر حکومت هم غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ غږ پورته کړي او د کرښې د دواړ غاړو پر پښتنو د تشدد او جبر په پای ته رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن