ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنیتي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کوپون د وېش پروګرام  پيل شو

د امنیتي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کوپون د وېش پروګرام پيل شو

author avatar
4 Feb 2019 - 17:34
د امنیتي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کوپون د وېش پروګرام  پيل شو
author avatar
4 Feb 2019 - 17:34

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٧): ولسمشراشرف غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د وېش پرواګرم پرانيست او ويې ويل، هغه اتلان چې د هېواد د دفاع لپاره يې قرباني ورکړې، هيڅکله نه دي هېر شوي.

 د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کوپون د وېش هوکړه لیک د ولسمشرمحمد اشرف غني په حضور کې د الهام عمر هوتکي او شیران جیلاني له خوا لاسلیک شو.

سرچينه زياتوي، د ملي تدارکاتو ادارې عمومي ريیس الهام عمر هوتکي وویل، د کوپون د وېش دغه پروګرام له بهرنیو مرستو نه، بلکې د ولسمشر په مدیریت په تدارکاتو کې له سپمول شویو پیسو تمویلېږي.

ده زياته کړه، له بایومټریک پروسې وروسته د شهیدانو ورثه له ټاکلو مغازو څخه په کوپون کې شامل خوراکي توکي ترلاسه کولی شي .

 د هغه په وينا، د ولسمشر، ملي تدارکاتو کمېسیون او نورو حکومتي ادارو د مسلسل کار له برکته ۱۸ کاله وروسته افغانستان د پنځو مفسدو هېوادونو له کتاره ووت او یواځې تېر کال په قراردادونو کې اتلس نیم میلیارده افغانۍ سپما شوې دي.

ولسمشر غني د شهیدانود ورثې په استازیتوب څلورو تنو ته د کوپون کتابچو له وېش وروسته د وینا پرمهال وویل: ((ماته له دې امله ځانګړی ارزښت لري چې نن موږ د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي یوه بله ژمنه هم عملي کوو او تاسو ته ډاډ درکوو، دغه اتلان چې د هېواد د دفاع په لاره کې یې قربانۍ ورکړي، زموږ په یاد دي.))

ده زياته کړه، د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د وېش دغه پروګرام د نهو میاشتو لپاره و، مګر د مالیې وزارت د سرپرست د زېري په اساس به یو کال ته وغځېږي.

د هغه په وينا، د کوپون وېش له کابله پېلېږي او کرار کرار به په افغانستان شموله ملي پروګرام بدل شي. ټولې مغازې به پر وخت او شفافه توګه د شهیدانو بایومټریک شویو کورنیو ته په کوپون کې شامل خوراکي توکي ووېشي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان ملي ځواکونه د افغانستان ساتونکي دي او دوی ته په سپکه کتل، د افغانستان د ولس سپکاوی دی او ولس هیڅ وخت سپکاوی نه مني.

هغه زیاته کړه: ((موږ داسې تلپاتې سوله غواړو چې د ټول وطن او افغانانو عزت په کې خوندي وي.))

ده وویل، هیچاته به د سولې په پلمه ملي ځواکونو ته د صدمې رسولو اجازه ورنه کړي.

د نوموړي په خبره، هغوی دې دا فکر له ذهنه وباسي چې یو ځل بیا به زموږ ټانکونه، الوتکې او نور تجهیزات د زړې وسپنې په بیه په ګاونډیانو وپلوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.