ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مسکو ناسته کې د ګډون کوونکو سياستوالو نومونه په ډاګه شول

د مسکو ناسته کې د ګډون کوونکو سياستوالو نومونه په ډاګه شول

author avatar
4 Feb 2019 - 11:25
د مسکو ناسته کې د ګډون کوونکو سياستوالو نومونه په ډاګه شول
author avatar
4 Feb 2019 - 11:25

 

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٧) : په مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو دګډې ناستې د ګډونوالو نومونه په ډاګه شوي دي.

په کابل کې د روسيې سفارت د معلوماتو له مخې، دغه دوه ورځنۍ ناسته چې په مسکو کې د مېشتو افغانانو ټولنې له خوا ترتيب شوې، سبا د سه شنبې په ورځ به پيل شي.

 وسله والو طالبانو د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره چې يوه کاپي پژواک اژانس ته هم رالېږل شوې ويلي دي   ددوى استازوته هم په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې چې د شېرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ به  لس کسیز  پلاوى  ګډون په کې وکړي.

د دغه کنفرانس اجنډا د افغانستان د قضيې په اړه پوهاوی، د دریځونو بیان او د کابل له ادارې ماسوا  له بېلابېلو افغان ډلو سره یوه تفاهم ته د لارې خلاصون ښودل شوې ده .

تر دې مخکې سرچينو ويلي وو چې په دغې ناسته کې ګڼ شمېر افغان سياستوالو، د سولې فعالانو او د مدني ټولنې غړو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

پرون د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې  د حامد کرزي په مشرۍ له سياسي ګوندونو، سياسي شخصيتونو او سياسي جريانونو يوه ډله د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د دغې ډلې نوملړ چې د حامدکرزي دفتر په رسمي مکتوب د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوم استول شوى، په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى دى.

په دغه نوملړ کې اسماعيل خان، بادشاه خان ځدراڼ، شېرمحمد اخوندزاد، هوا علم نورستانۍ، مدار علي کريمي، حاجي دين محمد، شهزاده مسعود، مولوي قلم الدين، ډاکټر مشاهد، زلمى هېوادمل، حکيم مجاهد، داوود علي نجفي، عبدالکريم خرم، مولوي عبدالسلام ضعيف، انجنير يوسف پښتون،  عبدالجبار تقوا،  ضرار احمد عثماني، رنګين دادفر سپنتا او ډاکتر زلمى رسول شامل دي.  

دغه راز قاضي ګلرحمن، وحيد الله شهراني، سيد طه، حضرت عمر زاخېلوال، سيد فضل الله واحدي، مولوي عبدالسلام عابد،  قطب الدين هلال، ارشاد احمدي، محبوب الرحمن داوودزى، احمدالله عليزى،  محمد زمان مزمل، محمد عزيز هلال، ريحانه ازاد، فوزيه کوفي، وکيل احمد متوکل،  شعيب وکيل احمد، سيد الرحمن حقاني، نظر محمددادمند او وحيد مژده هم د مسکو غوڼدې ته ځي. .

پرون د ولسمشرۍ کانديد حنيف اتمر هم پژواک اژانس ته ويلي و چې دى هم له نورو سياسي مشرانو سره د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د حزب اسلامي ګوند مرستيال وياند فضل غني حقمل پژواک ته وويل، چې ددوى يو لوړ پوړى پلاوى د مسکو په غونډه کې ګډون کوي، خو نوموړي د پلاوي نومونه په ډاګه نه کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.