ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې سلګونه نابينايان د ژوند له اسانتیاوو بې برخې دي

په کندهار کې سلګونه نابينايان د ژوند له اسانتیاوو بې برخې دي

author avatar
4 Feb 2019 - 14:15
په کندهار کې سلګونه نابينايان د ژوند له اسانتیاوو بې برخې دي
author avatar
4 Feb 2019 - 14:15

کندهار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۷): شاوخوا پنځوس کلن قاري الله دین د کندهار د سلګونو نابينايانو  له ډلې یو دی چې چاودنې یې د سترګو رڼا تروړلې خو همت یې نه دی بایللی.

نوموړی په کندهار کې د معلولینو په ښارګوټي کې ژوند کوي او ماشومانو ته د قران کریم د حفظ زده کړې ورکوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه وړاندې وطن ته د خدمت پر مهال په یوه چاودنه کې ټپي شو او خپلې سترګې یې له لاسه ورکړې.

دی وايي، که څه هم دغې پېښې یې د څه مودې لپاره ژوند اغېزمن کړ او د عادي ژوند له کاروانه یې شا ته پاتې کړ خو همت یې له لاسه ور نه کړ او بېرته یې په خپل مات بدن د ژوند سمبالولو ته اوږه ورکړه.

د ده په خبره، شاوخوا اووه- اته تنه زده کوونکي لري او هغوی ته د قران کریم د حفظ زده کړې ورکوي او په دې توګه ټولنې ته ښيي چې یو معلول انسان هم ټولنې ته خدمت کولای شي او هم خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کولای شي.

خو دی له حکومته ګیله کوي چې په دې ولایت کې یې سلګونو ړندو ته د ژوند هیڅ اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

دی وايي، په کندهار کې شاوخوا ۶۰۰ داسې کسان ژوند کوي چې په جګړو او چاودنو کې یې د سترګو لید له لاسه ورکړی، خو نه د حرفوي زده کړو کوم مرکز ورته جوړ شوی او نه هم ځانګړی ښوونځی.

د ده په خبره، ډېر داسې کارونه او حرفې شته چې ړانده یې کولای شي خو حکومت باید دوی ته د دغسې کارونو د زده کړې مرکزونه جوړ کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په نوره نړۍ کې د ړندو یا نابینایانو لپاره ځانګړي ښوونځي شته چې هغوی په کې د بریل خط له لارې زده کړې کوي.

نوموړي زیاته کړه: ((حکومت باید په کندهار کې د ړندو لپاره ځانګړې لیسه جوړه کړي، یوه ځانګړې مطبعه دې جوړه کړي چې ړندو ته لپاره په بریل خط کتابونه چاپ کړي، کمپیوټر او د نوې ټکنالوژۍ وسایل ورته برابر کړي چې په نوره نړۍ کې د ړندو لپاره جوړ شوي دي.))

د پير محمد په نوم یو بل نابینا وايي، دوی هم د نورو انسانانو په څېر حقونه لري چې هم حکومت او هم ټولنه باید پام ورته وکړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۲۰ کاله کېږي چې په یوه پېښه کې یې د خپلو دواړو سترګو لید له لاسه ورکړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.