ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ژب ژغورنې ملي غورځنګ څانګه پرانیستل شوه

پکتیکا کې د ژب ژغورنې ملي غورځنګ څانګه پرانیستل شوه

author avatar
4 Feb 2019 - 18:49
پکتیکا کې د ژب ژغورنې ملي غورځنګ څانګه پرانیستل شوه
author avatar
4 Feb 2019 - 18:49

ښرنه (پژواک ١٥ سلواغه ٩٧): پکتیکا کې د پښتو ژبې د بډاینې په موخه د ژب ژغورنې ملي غورځنګ خپله څانګه پرانیسته.

د پښتو ژبې لیکوالانو، شاعرانو، ځوانانو او مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې تر ډېره د دې ژبې پر ارزښت، تاریخ، اړتیا، غني کولو او په رسمي او نارسمي ځانویو کې د پښتو ژبې پر رایجولو ژور او هراړخیز بحثونه وکړل.

د ژب ژغورنې غورځنګ چې د ټول هېواد په کچه د پښتو ژبې دودولو او بډاینې ته کار کوي، د دوشنبي په ورځ يې پکتیکا کې هم د یوې څانګې په پرانيستلو سره خپل فعالیتونه پیل کړل.

پکتیکا کې د یادې څانګې مشر محمد ذاکر ذاکري وویل چې یاد بنسټ په کومې سیاسي ډلې پوري تړاو نه لري او ټولې چارې به بې لوري مخته وړي چې عمده موخه یې په دې ولایت کې پښتو ژبې ته کار کول دي.

هغه وويل، دوی به په دې ولایت کې د پښتو ژبې د بډاينی او غنی کولو لپاره بېلا بېل پروګرامونه ترسره کوي.

د پوهنتون استاد میرحسن ذهن وايي چې په دې وروستیو کې پښتو د هېواد په کچه د دفتر ژبه نه ده او په ډېرو کمو رسمي مواردو کې کارول کېږي.

هغه په پکتیکا کې له ټولو دولتي ادارو او مسوولو چارواکو غوښتنه وکړه چې دولتي او رسمي چارې ځکه تر ډېره باید پر پښتو ژبه تر سره شي چې د دې ولایت ډېری اوسېدونکي پښتانه دي او د قانون له مخي حق لري چې په خپله ژبه رسمي او غیر رسمي چارې تر سره کړي.

د دې غونډې نورو برخه والو هم په خپلو خبرو کې له ځوانانو، لیکوالانو او شاعرانو غوښتنه وکړه چې خپلې ژبې ته کار وکړي او له نورو ژبو مختلفې ژباړې وکړي، تر څو پر ځان بسیا او بډایه شي.

دوی زیاته کړه، اوسني ځوانان تر دې کچې د نورو ژبو تر تاثر لاندي راغلي چې آن له پوهنتون فارغ وي، خو پر پښتو لوستل نه شي کولای.

د یادونې وړ ده چې پښتو ژبې ته که څه هم پخوا کار نه و شوی، خو په دې وروستیو کې پښتو ته د لر او بر پښتنو لیکوالانو په مرسته له بهرنيو ژبو په ګرامر او نورو برخو کې مختلفې ژباړې وشوې چې د یادې ژبې د لوستوونکو او مینه والو د پام وړ ګرځېدلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.