کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩٧): د کابل په حضوري چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي غایبانه جنازه وشوه.
تر جنازې مخکې احتجاجي غونډه وشوه چې په کې کابو ١٥٠٠ کسانو برخه اخيستې وه او ګډونوالو يې "پاکستان ترهګر، آى ايس آى ترهګر، مرګ پر آى ايس آى، مرګ پر پنجاب، ژوند ژوند افغان امنيتي ځواکونه" شعارونه ورکول او ويل يې چې په کوزه پښتونخوا کې مېشت پښتانه د ژوند له لومړنيو حقونو او امتيازاتو څخه برخمن نه دي.
د کوزې پښتونخوا اوسېدونکي امتياز وزير دې ناستې ته وويل: "موږ د ارمان په ستر غم راټول شوي يو، هغه د لر او بر د پيوستون او د قوم شهيد دى."
ده زياته کړه، که چېرې لر او بر پښتانه سره متفق او يو نه شي، نو دښمن به په لر او بر کې هره ورځ زموږ ځوانان وژني.
هغه پاکستاني حکومت ته په خطاب کې وويل: "دښمنه! نور د پښتنو په خاوره کې ستا شتون ناکام شوى، بستره دې واخله او له اټکه ور تېرېږه."
مدني فعالې شکريې جلالزۍ بيا وويل: "اجازه نه ورکوو چې نور پنجابى حکومت پښتانه ځوانان ووژني، موږ قرباني ورکوو، خو دښمن ته سر نه تټيټوو. د دغو قربانيو له لارې به هدف ته رسېږو او له دښمن نه به خپل غچ اخلو. "
بل ويناوال اسرار کريمزي بيا وويل چې د پښتون قوم د حقه حقونو ترلاسه کولو او له دوى څخه د ظلم او زياتي د ختمولو لپاره به خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.
د یادونې ده چې پرون او نن د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ارمان لوڼي غایبانه جنازې شوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ احتجاجي غونډې او ناستې شوې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼى وړمه ورځ ناوخته د بلوچستان په لورلايي سيمه کې د یوې احتجاجي غونډې پر مهال د پوليسو له خوا د ډېرې شکنجې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن